د برېښنا شرکت رییس امانالله غالب نن په کابل کې خبري غونډې ته پهدې شرکت کې د سمون راوستلو خبر ورکړ او ویې ویل چې له څوو میاشتو راهیسې یې پهدې شرکت کې له اداري فساد سره جدي مبارزه پیل کړېده.
ښاغلي غالب په برېښنا شرکت کې فساد رد نهکړ.
د برېښنا شرکت رییس نا امني د خپلو کارکوونکیو پر وړاندې ستره ستونزه بولي، وايي چې د نا امنۍ له امله د ۵ ولایتونو په ۱۵ ولسوالیو کې د برېښنا شرکت کارکوونکي د میترونو لهمخې د برېښنا لګښتونه نهشي لیکلی.
ښاغلي غالب زیاته کړه چې دمګړۍ د کابل ښار په ترهخېلو او بیمارو سیمو کې هم د دوی کارکوونکي وهي ـ ډبوي او د میترونو ویلو اجازه نهورکول کېږي.
د برېښنا شرکت مسوولان وايي چې ځېنې حکومتي بنسټونه، د ملي شورا غړي، لوړپوړي حکومتي چارواکي او وطنوال لهدې شرکته ۱۰،۵ میلیارده افغانۍ پوروړي دي چې له دې رقم نه یې یوازې ۲،۵ میلیارده راټولې کړېدي.
د برېښنا شرکت چارواکیو پهدې غونډه کې له خصوصي شرکتونو سره د ۲۵۱ میلیونو افغانیو په ارزښت د ۵ پروژو تړون لاسلیک کړ چې د دغو پروژو له پليکېدو سره به یې د برېښنايي چارو ډېرې اړتیاوې پوره شي.