د بدخشان بې‌ځایه شوي: مرستې بسنه نه کوي

د بدخشان یو شمېر بې‌ځایه شوې کورنۍ چې پنجشېر ته را کډه شوي شوي وايي، د بدخشان په کران‌ او منجان ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې زیاتې شوي او سلګونه کورنۍ یې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړې دي.

د دوی په وینا، یو شمېر نارینه‌وو د جګړو زیاتېدو له کبله ان خپل ماشومان او ښځې په کلیو کې پرېښي او د پنجشېر پریان ولسوالي ته یې پناه وړې ده.

بې‌‌ځایه شوي له حکومته غواړي چې له دوی سره مرسته وکړي.

د بدخشان بې‌ځایه شوي فیض‌الرحمان او شمس‌الدین وايي، د وسله‌والو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ په جګړه کې دوی په نښه کېدل او همدا لامل و چې کورونه یې پرېښودل او پریان ولسوالي ته را کډه شول.

د دوی په وینا، که څه هم څه‌ناڅه مرسته ورسره شوې، خو بسنه نه کوي. بې‌ځایه شوي زیاتوي، هوا سړه ده او خوراکي توکي هم نه‌لري؛ نو په‌کار ده چې حکومت نوره مرسته هم ورسره وکړي.

په همدې حال کې د پنجشیر والي کماالدین نظامي هم د بې‌ځایه شویو کورنیو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي او د حکومت له مرکزي ادارې غواړي چې له یادو کورنیو سره مرسته وکړي.

اړوند مطالب:

جنګ؛ له شېرزادو او خوږیاڼو ۳زره کورنۍ بې‌ځایه شوې‌

کونړ؛ د طالبانو او داعش جګړې ۲۵۰۰ کورنۍ بې‌ځایه کړي

د نوموړي په وینا، ۱۳۹ کورنۍ په خیمو کې ژوند کوي او ۱۶۹ نورې کورنۍ هم د کوتل په دواړو خواوو کې بندې پاتې دي چې له سختو ستونزو سره مخ دي.

انجمن کوتل د پنجشیر پریان ولسوالي له بدخشان ولایت سره نښلوي.

په دغه کوتل کې د طالبانو حضور او فعالیت د داسې وېرې لامل شوی چې پنجشیر ولایت به هم د طالبانو له احتمالي ګواښ سره مخ شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام