د بامیان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان وايي، په سږني ژمي کې د زیاتې واورې او باران ورېدو له امله د دغه ولایت تاریخي اثار چې له خښتو او خټو نه جوړ شوي او ګنبد او منارې لري، د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي.
د دغه ریاست د تاریخي ځایونو مدیر حمید جلیا سلاموطندار ته وویل، د ضحاک ښار، د غلغلې ښار، چهل برج، سرخوشک ښار، د درهيي فولادي منارې، د باریکي شیدان منارې او د «الف» او «ب» دژ کافري په څېر تاریخي ځایونه تر ډېره زیان منونکي دي.
د نوموړي په وینا، که حکومت یادو تاریخي ځایونو او اثارو ته جدي پام و نه کړي، له منځه به لاړ شي.
په همدې حال کې د بامیان ولایت لرغونپېژندونکي او فرهنګي فعالان وايي، سره له دې چې د دغه ولایت له فرهنګي او تاریخي میراثونو او د سیلانیانو له صنعته د دولت بودیجې ته هر کال کې میلیونونه افغانۍ راځي، خو د دغه ولایت فرهنګي او تاریخي اثار د دولت په عملي پروګرامونو کې ځای نهلري.
اړوند مطالب:
د پکتيا لرغوني اثار په تېره بالاحصار د لهمنځه تللو ګواښ سره مخ دی
د بادغېس تاریخي اثار او ځایونه؛ ۵۰ سلنه له منځه تللي
د ملي موزیم لسګونه لوټل شوي لرغوني اثار بېرته افغانستان ته وسپارل شول
اطلاعاتو او کلتور وزارت یوه لسیزه کې تر ۵ زره ډېر لرغوني اثار موندلي
د کندهار ولایت ۶ مهم لرغوني اثار له زوال سره مخ دي
لرغونپېژندونکی لایق احمدي او فرهنګي فعال رضا اهورا سلاموطندار ته وویل، که حکومت د بامیان تاریخي او فرهنګي ځایونو خوندیتوب او معرفي لپاره جدي پام و نه کړي، د یونسکو نړیوال فرهنګي او علمي سازمان له نوملړه به د دغه ولایت د اتو نړیوالو تاریخي ځایونو د لوېدو ګواښ زیات شي.
خو د بامیان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان وايي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت انجینرانو په روان کال کې د دغه ولایت یو شمېر تاریخي ځایونه او اثار په نښه کړي چې د خوندیتوب او بیارغولو لپاره به یې په راتلونکي کال کې اقدام وشي.
بامیان د هېواد په مرکز کې یو لرغونی او تاریخي ولایت دی چې د زردشتي، بودايي او اسلام دورو ډېر شمېر اثار پهکې دي، خو ډېری دغه اثار د طبیعي پېښو او کورنیو جګړو له کبله وران او ځینې یې هم چور شوي دي.