د بامیانو ډیرې مواصلاتي لارې واورو بندې کړې دي

د افغانستان بامیانو ولایت څخه لاس ته راغلي راپورونه وايي، چې د دغه ولایت ولسوالیو ته ډیرې ورغلې مواصلاتي لارې د زیاتو واورو ورېدو له امله تړل شوې دي.

بامیاني چارواکو د ډیرې واورې اورښت له امله د دغه ولایت له ټولو اوسیدونکو او هغو موټرچلوونکو چې پر دې لارو تګ ـ راتګ کوي غوښتي چې تر راتلونکي جمعې ورځې پورې دې پر دې لارو تګ راتګ نه کوي.

د راپورونو پر بنسټ د دغه ولایت مواصلاتي لارې له دوو ورځو راهیسې بندې شوې دي.

د بامیانو د والي ویاند عبدالرحمان احمدي سلام وطندار ته وویل، چې سیمه ییزه اداره د ډیرې واورې اورښت، د واورې ښوییدو او سړې هوا په سبب له خلکو غواړي چې که ډیر اړ نه وي له یوې لارې دې هم تګ راتګ نه کوي.

د والي ویاند وایي، چې تیره شپه د کابل بامیانو پر لویه لاره حاجي ګک غاښي کې ۶۰ موټر د درنې واورې اورښت او سړې هوا له امله بند پاتې وو چې د سیمه ییزې ادارې په مرسته وژغورل شول.

په همدې حال کې بامیانو ته یو شمیر تلونکي موټروانان او ځایي خلک وایي، چې د بامیانو او د ولسوالیو  مواصلاتي لارو تړل کیدو هغوی له ډيرو ستونزو سره مخ کړي دي.

د هغوی پروینا، چې دولتي چارواکي د دوی ستونزو ته هیڅ پام نه کوي او د بامیانو له لارې تیریدل په ځانګړې توګه ناروغانو ته ډير ستونزمن کار دی.

دوی وايي: "زما نوم احمدجان شیرزاد دی له هیچا هم نه ډاریږم او له تاسې سره په ازاده توګه مرکه کوم که کار کوي نو سم کار دې وکړي که نه یې کوي دا یوه تیرایستنه ده. د دې له پاره چې واوره ‌ډیره ده موټرونه، نه شي کولی چې له مسافرو سره د غاښي له لارې تیر شي مسافر راښکته کیږي او موټر په ټیلو ټیلو پورته بیایي. "

خو احمدي بیا وایي، چې په دغه ولایت کې دفواید عامې او له پیښو سره د مبارزې ریاستونو پوره چمتوالی نیولی چې بندې شوې لارې بیرته پاکې کړي او د پیښو مخنیوی وکړي.

ویل کیږي، چې شل ورځې مخکې د بامیانو فواید عامې ریاست په سږني ژمي کې د لارې  پاکولو له پاره د اړینو تدبیرونو نیولو خبر ورکړې و خو تراوسه لا نه ده څرګنده چې دا لارې به ترکله د مسافرو پر مخ تړلې وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام