د بامیانو اوسېدونکي د ډاکټرانو له بد چلنده شکایت کوي

د بامیانو اوسېدونکي: ناروغان د ډاکټرانو مناسب او ښه چلند ته اړتیا لري؛ خو دوی په روغتون کې د ډاکټرانو له بد چلند سره مخېږي

د بامیانو یو شمېر اوسېدونکيو سلام وطندار ته وویل، چې د بامیانو د ملکي روغتون ډاکټران او کارکوونکي له ناروغانو سره بد چلند کوي.

د بامیانو دوه اوسېدونکي زهرا قربانزاده او سلطانعلي وايي، په داسې حال کې چې ناروغان د ډاکټرانو مناسب او ښه چلند ته اړتیا لري؛ خو دوی په روغتون کې د ډاکټرانو له بد چلند سره مخېږي.

زهرا وايې، کله چې د روغتون په دروازه ننوځي د فزیکي ارامتیا ترڅنګ د رواني ارامۍ احساس کوي؛ کله چې د ډاکټر رفتار وویني؛ روحیه یې وځپل شي او بېرته له روغتونه ووځي.

دا وايي، که ورته وویل شي، چې خیر دی ډاکټر نه شته؛ ستونزه به حل شي؛ نه خپه کېږي؛ خو له بده مرغه د بامیانو ولایتي روغتون کې دا روحیه نه‌شته او د ډاکټرانو چلند د انديښنې وړ دی.

سلطان‌علي وايي، چې د بامیانو روغتون د ډاکټرانو د نامناسب چلند تر څنګ ژر په غوسه کيږي او د ناروغ د تشخیص پرمهال د ناروغ په اندازه اخلاق هم نه لري.

د علي په خبره، له ناروغانو سره غیرمسلکي او بې پروا برخورد کوي، چې د دوی د نه پاملرنې له امله عادي ناروغي خطرناکې هغې ته ورسېږي.

د بامیانو ولایت د عامې روغتیا ریاست: د مراجعینو د ګڼې ګوڼې له امله ناروغان له بد چلند سره مخېږي

دوی وايي، په دې روغتون کې ډېر ډاکټران مسلکي کسان نه دي. دوی زیاتوي، د بامیانو په روغتون کې ډېرو ډاکټرانو یا نرسنګ لوستی دی یا یې په پاکستان کې ۶ میاشتني کورسونه ویلي او اوس دلته د اړیکو او ضوابطو په واسطه د ډاکټرانو دنده اجرا کوي.

د بامیانو ولایت د عامې روغتیا ریاست سرپرست ډاکټر وفي‌الله کاموي له ځېنو ناروغانو سره د ولایتي روغتون د ډاکترانو غیرمسلکي چلند مني.

 خو زیاتوي، چې له حده د زیاتو مراجعینو ګڼه ګوڼه د دې لامل شوې ده، چې ناروغانو ته د درملنې معیاري اسانتیاوې ونه رسېږي او ډاکتران له ناروغانو سره ښه چلند ونه کړي.

خو د بامیان د ولایتي روغتون رییس ډاکتر سلیم نیکپي له ناروغانو سره د ډاکترانو د ناسم چلنده انکار کوي.

د هغه پر خبره، چې په روغتون کې ډاکټران د ناروغانو له پاره ۲۴ ساعته خدمات وړاندې کوي.

د نیکپي پر وینا، هره ورځ دغه ولایتي روغتون ته شاوخوا ۶۰۰ ناروغان ورځي، چې د ناروغانو او پایوازانو دغې ګڼې ګوڼې د روغتون د کارکوونکیو او ډاکترانو کار له ستونزو سره مخ کړی دی.

د بامیانو د ولایتي روغتون مسوولان وایي، چې د شاوخوا ولایتونو ناروغان هم د درملنې له پاره دې روغتون ته ورځي او دا د دې لامل شوې، چې ناروغانو ته د درملنې ښه او معیاري خدمات ونه رسېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام