د ایسا په اړه د ولسمشر او اجرایوي رییس ضد و نقیض څرګندونې

نن په خواله رسنیو کې داسې اوازې خپرې شوې وې، چې ګوندې د افغانستان اجرایوي ریاست د ایسا یا په افغانستان کې د پانګونې ملاتړ ادارې له لغوه کېدو خوښ نه دی.

همدا ډول تېره ورځ د دې ادارې رییس محمدقربان حقجو بیا له ولسمشر غوښتنه کړې وه، چې له ټولو حکومتی ادارو سره یو ډول چلن وکړي، ده د ایسا ادارې لغوه کېدل د هېواد د اقتصاد له پاره په زیان بللې وه.

خو د اجرایوي ریاست د ویاند مرستیال جاوېد فیصل بیا وايي، چې د ایسا ادارې د ملغا کېدلو په اړه څه نه دي ویل شوي، بلکې په دې اړه به د حکومت نهايي پرېکړه وروسته معلومه شي.

د ده پر وینا، دا اداره د قانون پر بنسټ جوړه شوې او د قانون پر اساس به یې برخلیک وټاکل شي.

په ورته وخت کې د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې ایسا اداره د ملي یووالي حکومت د دواړو مشرانو پر توافق لغوه شوې او په سوداګرۍ وزارت کې مدغم شوې ده.

د مرتضوي پر وینا، د اقتصاد په عالي شورا کې د ولسمشر په ګډون دواړه مرستیالان، اجرایوي رییس، د هغه مرستیالان، په دې اړه اړوندو وزیرانو او په خپله حقجو ګډون لرلو، چې ټولو په ټولیز ډول د دې ادارې پر لغوه کولو خپله پرېکړه وکړه.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو کارپوه اذرخش حافظي له سوداګرۍ وزارت سره د ایسا ادارې مدغمول سیاسي کړنه ګڼي او وايي، چې په پرمختللو حکومتونو کې کارونه د چارو په وېشلو مخ ته ځي.

د ښاغلي حافظي پر باور، په حکومت کې دننه جنجالونه د وخت د ضایع کېدلو لامل کېږي، چې حکومت او خلک به له بحران سره مخ کړي.

نوموړي زیاته کړه، حکومت باید په ایساره اداره کې سمون راوستی وی او په هېواد کې یې باید د پانګې اچونې او د جواز د وېش په برخه کې پر یوې پرمختللی او نمونه یې ادارې بدله کړې وی.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام