د لوړو زدهکړو وزارت ویاند فیصل امین نن کابل کې یوې خبري غونډه کې د دې وزارت د لاستهراوړنو او راتلونکیو پلانونو په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل.
ښاغلی امین وايي، ولسمشر محمد اشرف غني دغه وزارت ته دنده سپارلې چې د اوبو او چاپېریال د څېړنو ملي مرکز جوړ کړي.
هغه زیاته کړه، چې دغه پروګرام د ولسمشر تر مشرۍ لاندې مخ ته ځي او پوهنتونونو ته د لومړي ځل لهپاره دنده ورکړل شوې چې د افغانستان د اوبو او چاپېریال په اړه څېړنې وکړي.
د لوړو زدهکړو وزارت داسې مهال د اوبو او چاپېریال په اړه د څېړنو مرکز جوړولو خبر ورکوي چې په وروستیو کلونو کې افغانستان کې د وچکالۍ پراخېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوېدي.
د لوړو زدهکړو وزارت ویاند همداراز وايي، دغه وزارت د لوړو زدهکړو د پوهنیز نصاب ۷۰ سلنه کار هم بشپړ کړیدی.
ښاغلی امین زیاتوي چې د افغانستان تحصیلي ډګر کې درېیوو دولتي پوهنتونونو «د کابل پوهنتون، د کابل طبي پوهنتون او د کندهار پوهنتون، دغهراز دوو خصوصي پوهنتونونو، کاردان او امریکايي پوهنتون» اکاډمیک اعتبار ترلاسه کړیدی.