وروسته له هغه، چې د ولسي جرګې وکیلانو د غیر حاضري مسئله جدي ونیوله، نو د لومړي ځل لهپاره يې تېره اوونۍ د ۴ وکیلانو دندې وځنډولې.
د ولسي جرګې اداري مسوولینو نن یوځل بیا د خپلې پریکړې جدیت په اثبات ورساوه او د ۵ نورو وکیلانو دندې يې هم وځنډولې.
په دغه جرګه کې د ۵ نورو هغو وکیلانو نومونه یاد شول، چې غیرحاضری یې له ۲۰ ورځو زیاته او دندې یې وځنډول شوې د دغې پريکړې پر بنسټ به خپل امتیازونه هم نهشي اخیستلای.
د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځي وطندوست د یادې جرګې عمومي غونډې ته وویل، چې استازي هر یو عزت الله عاطف ۲۴، امان ګذر۲۷، پیر بخش ګردیوال ۲۱، علم خان ازادي۲۷ او محمد اسحاق رهګذر ۲۲ورځې د کمیسیونونو او عمومي غونډو کې غیرحاضري لري، نو باید د کورنیو دندو اصول پرې تطبیق شي.
« ۷۳ مادې دویمه فقره ده هغه غړی، چې د یوه اجلاس په موده کې ۲۰ ورځې غیرحاضري ولري له ټولو امتیازونو محروم او په غونډو کې د ګډون حق هم نه لري.»
دغه راز، د ولسي جرګې منشي زیاته کړه، د دې جرګې غړی حاجي عبدالظاهر قدیر هم ۱۹ ورځې غیرحاضر دی او که یوه ورځ نور غیرحاضر شي له ورته برخلیک سره مخ کېږي.
په همدې حال کې د ولسي جرګې لومړی نایب همایون همایون وویل، چې ځینې وکیلانو وایې د کورنیو دندو اصولو ۷۳ ماده ځینې ستونزې لري، چې باید روښانه شي او بیا کتنه پرې وشي دا ځکه، ځینې وکیلان وایي چې د غیرحاضر وکیلان یوازې له امتیازونو بېبرخې کېږي، خو دنده یې نه ځنډول کېږي.
د جرګې غړی انجنیر ذکریا ذکریا وویل، چې د کورنیو دندو اصولو د غیرحاضرو وکیلانو ترڅنګ په نورو برخو کې هم انضباطي تدبېرونه په پام کې نیولي، چې باید عملي شې.
په دې اړه د ولسي جرګې منشي وویل، که له دې وروسته هر څوک فزیکي برخورد وکړي د کورنیو دندو اصول به پرې عملي شي.
داسې ښکاري، چې د غیرحاضري په مخنیوي کې وروستي تدبیرونه څه ناڅه اغیزمن دي په دې مانا له کومې ورځې، چې پر غیرحاضرو وکیلانو د کورنیو دندو اصول عملي شوی د غونډو بهیر سم او هره ورځ نصاب پوره وي.