د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ ناهمغږي د بغلان د ډنډغوري جنګ بې‌پایلې کړ

د بغلان ولایتي شورا رییس محمدصفدر محسني وايي چې ملي اردو د بهرنیو پوځیانو په همکارۍ څلور ورځې مخکې له طالبانو نه د دې ولایت د ډنډۍ غوري ولسوالۍ د پاکولو په پار پوځي عملیات پیل کړل؛ خو د پنجشنبې په شپه یې د نامعلومو دلایلو له امله سیمې پرېښودې او طالبانو بیاځلي د دې ولسوالۍ ۱۰ کلي بېرته ونیول.

د بغلان د ولایتي شورا رییس د ملي اردو، بهرنیو پوځیانو او محلي مسوولانو ترمنځ ناهمغږي د جنګ د پراختیا او بې‌ځایه شا تګ په معنا ګڼي.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل چې د دوی د عملیاتو موخه طالبانو ته تلفات اړول او د دې ډلې د مرکزونو ورانول وو؛ خو د بغلان ځايي مسوولان له طالبانو نه د سیمو له پاکولو وروسته د هغو د ساتلو وس نه‌لري.

په ورته وخت کې د بغلان امنیه قوماندان اکرام‌الدین سریع وايي چې دوی په‌دې عملیاتو کې ګډون لرلو او د مرکزي حکومت له لوري د سیمو د ساتلو هېڅ ډول امر نه‌دی ورکړل شوی.

د بغلان د ولایتي شورا مرستیال شمس‌الحق بارکزی بیا دا عملیات ناکام بولي او وايي، په‌دې عملیاتو کې ملکیانو ته سخت تلفات اوښتي. د ښاغلي بارکزي په وینا، د عملیاتو له پيل سره سلګونو کورنیو خپل کورونه پرېښي، ځېنې کورونه نړیدلي او اوس هم کورنۍ د کډوالۍ په حالت کې دي چې د دولت مرستو ته اړمنې دي.

امنیتي چارواکي وايي چې د پلخمري جوی‌نو او احمدزيان د بغلان د طالبانو اصلي مرکزونه دي او طالبان په شمال کې خپل ټول جنګونه له همدې‌ ځایونو نه رهبري کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام