د متحده ایالاتو دفاع وزیر اشټن کارټر وویل، چې امریکا افغان امنیتي ځواکونو ته د خپلې خاورې د دفاع له پاره یوکال امتحاني وخت ورکړی و او اوس دوی دې نتیجې ته ورسېدل، چې دغه ځواکونه په خپل ماموریت کې بریالي و.
نوموړي چې نن جمعه(ډسمبر۹مه) په یو ناڅاپي سفر کابل ته راغی له ولسمشر محمد اشرف غني سره د یوې ګډې خبري ناستې پرمهال زیاته کړه، چې افغان امنیتي ځواکونو په خورا قربانۍ او مېړانې سره سږکال وسلهوال طالبان پرې نه ښودل، چې خپلو موخو ته ورسيږي.
نوموړي یوځل بیا ټينګار وکړ، چې هیڅکله به هم امریکا دا اجازه ور نه کړي، چې افغانستان یوځل بیا د ترهګرو په امنځای بدل.
اشټن کارټر دا هم وویل، چې د امریکا متحده ایالات به د افغانستان ملاتړی هېواد په توګه پاتې او د دوی شتون به د امنیتي تړون په اساس وي.
له بل لوري بیا افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا له مرستو مننه وکړه او زیاته يې کړه، چې متحده ایالات د خپلو ځواکونو په زیاتولو سره یوه تاریخي پریکړه وکړه.
د امریکا د دفاع وزیر سفر داسې مهال ترسره کېږي، چې د افغانستان په تړاو د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د بهرنۍ پالیسۍ په اړه ځينې پوښتنې لا پرځای پاتې دي.