یوشمېر پوځي شنونکي د پاکستان په اړه د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته په نغوتې وايي چې د سیمې له هېوادونو سره د پاکستان اړیکې او دریځ لهامله امریکا پر دغه هېواد له زیاتو فشارونو ډډه کوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۸ کال په لومړۍ ورځ پر ټوېټر په خپل لومړني پیغام کې پاکستان د درواغجن هېواد په توګه یاد کړی او ویلي دي چې دغه هېواد د امریکا د ملیاردونو ډالرو مرستې په بدل کې امریکا ته له درواغو پرته نور څه نه دي ورکړي.
ټرمپ ویلي چې هېواد يې په تېرو ۱۵ کلونو کې په پټو سترګو څه باندې ۳۳ میلیارده ډالره له پاکستان سره مرسته کړې خو دغه هېواد د امریکا پر مشرانو د احمقانو فکر کړی دی.
خو یوشمېر پوځي شنونکي د ټرمپ وروستۍ څرګندونې د عامه افکارو تېرایستل بولي او وايي چې د اسلام اباد ـ واشنګتن اړیکې د امریکا او پاکستان اطلاعاتي سازمانونو مدیریت کوي.
د پوځي چارو شنونکی جاوید کوهستاني وايي چې د پاکستان او امریکا د استخباراتي سازمانونو له لیدلوري دغه دواړه هېوادونه هېڅ ډول اختلاف نه لري.
ښاغلي کوهستاي زیاته کړه برېتانیا له امریکا سره د پاکستان اړیکو ملاتړی دی او د اسلام اباد ـ واشنګتن ترمنځ د اړیکو ساتلو لهپاره هڅه کوي.
کوهستانی وايي چې د ښاغلي ټرمپ وروستی ټوېټ زیاتره ځاني بڼه لري، د امریکا ولسمشر تمرکز نه لري او تر ډېره له تمرکز پرته ټوېټ او خبرې کوي.
خو بل پوځي شنونکی کابل خان تدبیر باوري دی چې د امریکا ولسمشر څرګندونې به په نږدې راتلونکي کې عملي اقدامات هم له ځان سره ولري.
د ښاغلي تدبیر په وینا، د پاکستان پر وړاندې د افغانستان دریځ لهامله امریکا پر دغه هېواد فشار راوړي.
په ورته وخت کې د ولسمشر ځای ناستي ویاند شاه حسین مرتضوي رسنیو ته په خپله لېږلې ویډیو کې د ښاغلي ټرمپ وروستۍ څرګندونې د افغانستان فعال بهرني سیاست ښکارندوی بولي.