د امریکايي چارواکیو اندېښنه؛ داعش په امریکا مستقیم برید کوي

د امریکا یو استخباراتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط «سي اېن اېن» رسنۍ ته ویلي چې داعش وسله‌واله ډله له افغانستانه په مستقیم ډول په امریکا باندې د برید له‌پاره د ظرفیت د پيدا کولو په هڅه کې دي.

دوی دا هڅې د خواله رسنیو له لارې شروې کړې‌دي.

د دې استخباراتي چارواکي په وینا، داعشیان په امریکا کې د نفوذي کسانو د پيدا کولو هڅه کوي چې د هغوی په مرسته په راتلونکي کې په امریکا کې د ترهګریزو فعالیتونو له‌پاره ګټنه وکړي.

ورته مطالب:

د سولې د تامینېدلو پرمهال امریکا د خپلو ځواکونو اېستلو په اړه پرېکړه کوي

کونړ کې د داعش او طالبانو ترمنځ جګړو ګڼې کورنۍ بې‌ځایه کړي

ننګرهار کې د داعش د استخباراتو مسوول له ۲۷ داعشیانو سره ووژل شو

په ورته وخت کې بیا د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل داعشیان د امریکا له‌پاره ستر ګواښ بللی دی.

ده ویلي، په افغانستان کې د اسلامي دولت سره تړلې داعش ډله داسې ګواښ باندې بدله شوې چې په امریکا د مستقیم بریدونو توان لري.

ښاغلي ووټل خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د داعش د ډلې فعالیتونو ته ډېر پام په کار دی.

په افغانستان کې د اسلامي دولت ډله ـ چې ځان د خراسان ډله بولې ـ په وروستیو څو کلونو کې فعالیتونه ډېر کړي.

دا څرګندونې داسې مهال رسنیزې کېږي چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ څه موده مخکې کانګرېس ته په‌خپلې کلنۍ وینا کې ویلي وو، که د افغان سولې په خبرو کې پرمختګ وشي؛ د امریکايي ځواکونو شمېر به کم کړي او د ترهګرۍ په مخنیوي به تمرکز وکړي.

په افغانستان کې د داعش حضور د ملي یووالي حکومت پرمهال د ننګرهار له اچین ولسوالۍ پیل شو. دغې ډلې په لومړي اقدام کې یوشمېر کسان په‌دې تور چې طالبان دي او ورسره اړیکې لري په ډله‌ییز ډول په بمونو والوزول. داعش ډلې په تاوتریخوالي کې د شیعه‌ګانو پر جوماتونو د ځانمرګو بریدونو په کولو سره یې ثابته کړه چې د داعشیانو لاره سورې او عراق ته تللې ده.

که څه هم حکومت د داعشیانو پر ضد مبارزې ته لومړیتوب ورکړی او امریکايي ځواکونو هم یوولس ټني بم «د بمونو مور» په‌دې ډلې وغورځولو؛ خو بیا هم دا ډله په افغانستان کې حضور لري.

وړمه اوونۍ ولسمشر غني د ننګرهار په شینوارو ولسوالۍ کې یوې ولسي غونډې ته دا ولسوالۍ د داعش د وسله‌والو فعالیتونو له حضوره پاکې اعلان کړې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام