د امارت او دوو واکمنیو د پرتلې پر وړاندې د ولسي جرګې او خلکو غبرګونونه

د ولسي جرګې ګڼ‌شمېر غړیو نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش د هغو څرګندونو په تړاو غبرګونونه وښودل چې پرون یې په بامیان کې د طالبانو اسلامي امارت د سدوزیو او محمدزیو له واکمنیو سره پرتله کړ.

د ولسي جرګې غړیو د دانش دغه خبرې د افغانستان تاریخ ته سپکاوی وګاڼه او ویې ویل، دا ډول څرګندونې د دې لامل کېږي چې ملت له حکومت سره لا نور واټن ونیسي.

د ولسي جرګې د غړیو په خبره، ولسمشر او مرستیالان یې د سولې خبرواترو په روانو حساسو شرایطو کې داسې مسایل مطرح کوي چې له امله یې حکومت او ملت سره جلا کېدای شي.

د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني وویل، افغانان اوس ملي یووالي ته اړتیا لري او د حکومت یو لوړپوړی چارواکی باید له هغو څرګندونو ډډه وکړي چې خلک سره وېشي.

د ولسي جرګې یوه بل غړي شاپور احمدزي هم د سرور دانش پر څرګندونو د نیوکې ترڅنګ، هغه نامسوولانه وبللې.

د ولسي جرګې یوه بله غړې شینکۍ کړوخېله وايي، د افغانستان په تاریخ کې داسې طلايي پاڼې ډېرې دي چې له برکته یې نن د افغانستان په نوم هېواد شته.

د هغې په وینا، سرور دانش د هېواد تاریخ ته سپکاوی کړی او هغه باید د ولسمشر د دویم مرستیال په توګه له ورته څرګندونو ډډه وکړي.

دغه راز د خواله رسنیو یوشمېر کاروونکو هم د ولسمشر د دویم مرستیال څرګندونې غندلي او هغه یې د هېواد تاریخ ته سپکاوی بللی دی.

خو د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش نن په کابل کې د سولې نړیوالې ورځې نمانځغونډې ته په خبرو کې وویل چې د تېرې ورځې له خبرو نه یې موخه د جمهوریت او سلطنت پرتله کول و، نه تاریخ او کوم قوم ته سپکاوی. هغه زیاته کړه چې د افغانستان ټولو تاریخي شخصیتونو ته درناوی لري.

تر دې وړاندې هم یو‌شمېر حکومتي چارواکو په خپلو خبرو کې داسې ادبیات کارولي چې د لانجو لامل شوي او پراخ غبرګونونه یې را پارولي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام