په انټرنيټ پاڼو کې یو خپور شوی غږيز پیغام داسې ښيي، چې د القاعدې ډلې مشر ایمن الظواهري، د طالبانو له نوي مشر ملا اختر منصور سره بیعت کړی دی.
د "سي ان ان" ټلوېزیون د راپور پر اساس ایمن االظواهري ویلي دي: "د القاعده جهادي ډلې د مشر په توګه له تا سره بیعت اعلانوم. "
طالبانو د خپل پخواني مشر ملا عمر له مړینې یوه ورځ وروسته، ملا منصور د خپل مشر په توګه وټاکلو.
په لومړیو کې د طالبانو د مشر په توګه د ملا منصور ټاکنې سره زیات شمېر لوړ پوړو طالبانو مخالفت وښود، خو داسې ښکاري، چې د یو شمېر پاکستاني ګوندونو په منځګړيتوب د طالبانو ترمنځ راپیدا شوي اختلافات له منځه لاړل.
دغه غږیز پيغام د القاعده شبکې د "السحاب" په نامه یوې رسنیزې شبکې خپور کړی دی او د القاعده شبکې مشر د طالبانو نوي مشر ته په دغه پیغام کې د "مشر او امیرالمومنین" خطاب کړی دی.
هغه په دغه پيغام کې د ملاعمر د مړینې تسلیت هم ویلی دی.
تر اوسه کومې معتبرې سرچینې دغه غږیز پیغام نه دی تایید کړی.