د افغان لوبغاړو په مخکې تګ پاکستاني لوبغاړي شاته شول

د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د لوبډلو او لوبغاړو نوې درجه بندي اعلان شوه، چې افغان بیټسمین د پاکستانيو لوبغاړو ځای نیولي دی.

د شل اوریزه لوبو په نوې اعلان شوې درجه بندۍ کې د افغانستان ۲ لوبغاړي شهزاد محمدي او دولت ځدراڼ راغلي دي.

په اعلان شوي جدول کې د پاکستان هېوادې د کرکټ ملي لوبډلې څخه یواځې یو پښتون پاکستانی لوبغاړی شاهد افریدی دبالرانو په جدول کې نوم راغلی دی.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډله د څو لسیزو را هیسې او افغان کرکټ ملي لوبډله بیا د یوې لسیزې را هیسې په نړیوال کرکټ کې لوبېږي.

د پاکستان او نیوزیلینډ خلاف د ۳ شل اوریزه لوبو پاې ته رسېدو سره سم د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د شل اوریزه نړیوالو لوبو نوې درجه بندي اعلان شوه.

په اعلان شوې درجه بندۍ کې شهزاد محمدي د شل اوریزه لوبو د غوره توپ وهوونکو (بیټسمینانو) په ډله کې ۹ م مقام ترلاسه کړی دی او په دې درجه بندۍ کې هیڅ پاکستاني لوبغاړي نوم نه دی را غلی.

دغه راز په وروستیو کې د زمبابوې خلاف په خپل کوربتوب تر غوره لوبو وروسته دولت ځدران بیا د غوره توپ اچوونکو (بالران) په ډله کې لسم مقام خپل کړی دی.

شاهد افریدی یواځېنۍ پاکستانی لوبغاړی دی چې د نیوزیلینډ خلاف د ښې لوبې کولو وروسته د نړۍ په لسو غوره بالرانو کې دریم مقام خپل کړی دی.

همدارنګه د لوبډلو په اعلان شوې درجه بندۍ کې بیا افغان کرکټ ملي لوبډلې د لسم مقام لرونکې سکاټلینډۍ او یوولسم مقام لرونکې بنګله دیشۍ لوبډلې پروړاندې خپل ۹ م مقام ساتلی دی.

په اعلان شوې درجه بندۍ کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې بیا خپل شپږم مقام له لاسه ورکړی دی او په شل اوریزه نړیواله درجه بندۍ کې ۷ م مقام ته ګوزار شوې ده.

د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د لوبډلو او لوبغاړو نوې درجه بندۍ کې د هند کرکټ ملي لوبډله بیا د افغانستان څخه مخکې ده او په ۸ م مقام کې اعلان شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې افغان کرکټ ملي لوبډله ښايي په را تلونکي شل اوریزه (ایشیا کپ) او هم دهندوستان په کوربتوب په شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کې ولوبېږي؛ چی په نورو بریاوو سره د پاکستان او هندوستان مقامونه له خطر سره مخ کولای شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام