د برازیل المپیک سیالیو ته د لارموندنې په موخه د افغان ۲۳ کلنې فوټبال ملي لوبډلې هلې ځلې روانې دي.
د ۲۰۱۶ کال برازیل المپیک سیالیو ته د لار موندنې په موخه د اسیا لومړي پړاو ټاکنیزو سیالیو د (سي) ګروپ لوبې په ایران کې پیل شوې.
د افغانستان فوټبال فدراسیون لخوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې چې د دې سیالیو په دوام افغان لوبډلې خپله دویمه لوبه له نیپالۍ لوبډلې نه ۲ د صفر په توپیر سره وګټله.
خبرپاڼه لیکي، چې افغان لوبډلې دواړه ګولونه د لوبې په دویمه نیمایي کې ووهل.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، لومړې ګول د لوبې په ۷۶ مه دقیقه کې خالد عرفان او دویم هغه په ۹۳ مه دقیقه کې محمد هاشمي د پنالټي په واسطه وواهه.
د افغانستان فوټبال فدراسیون خبرپاڼه لیکي، چې د نیپال خلاف لوبه کې افغانستان د فلسطین پر وړاندې د ماتې نه پوره زده کړه کړی وه او نیپالۍ لوبډله یې د لوبې له پیله تر پایه د فشار لاندې ساتلې وه.
افغانستان د نیپال په خلاف له بریا وروسته د ۵ لوبډلو په کتار کې له سعودي عربستان او نیپال نه مخکې په درېیم کتار کې ځای لري.
په خبر پاڼه کې راغلي، چې ټاکل شوې ده د دې سیالیو په دوام به افغانستان خپله راتلونکې درېیمه لوبه د (مارچ په ۲۷مه ) د جمعې په ورځ د سعودي عربستان له لوبډلې سره وکړي.