د افغانپوسټ مشر احمد وحید ویس د افغانُپوسټ خدمتونو مډرنولو پروژې پرانېستلو پرمهال وویل، د دې پروژې لومړۍ مرحله کې د پارسللاکر او پوسټبکسونو په څېر ډیجیټلي تجهیزات نصب او فعال شوي، د دولتي اسنادو تعقیب او څېړلو سیستم رامنځته شوی او د افغانپوسټ ودانۍ هم ډیزاین شوېده.
د ښاغلي ویس په وینا، د افغانپوسټ له مډرنولو وروسته، اوس دغه اداره د پېرېدونکیو او بازار د اړتیاوو پر بنسټ د هر ډول پوسټي خدمتونو وړاندې کولو ته چمتو شوېده.
د ده په خبره ان کلیو کې د ۴۶۳ پوستخونو له لارې ټول پوستي خدمتونه وړاندې کوي او د هېواد له ټولو پوستي ادارو سره د نړۍوال ترانزیتي دفتر ۲۵ پستونو له لارې خپلې اړیکې ټینګوي او پیاوړې کوي یې.
د افغانپوسټ مشر احمد وحید ویس دا هم وویل چې د دې پروژې دویم پړاو ـ چې ټاکل شوې ۱۳۹۸ کال کې عملي شي ـ د الکترونیکي سوداګرۍ خدمتونو، د نړۍوال مالي سیستم له لارې د مالي خدمتونو او د پوستلوژيستکي خدمتونو وړاندې کول او مبایل اپلکېشن، د نوري فایبر شبکې په نښلولو سره د ولایتونو د پوستخونو عصري کول او د افغانپوسټ ریاست اداري دفترونو کې د پرانیستې فضا رامنځته کول په کې شاملېږي.
هاخوا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر شهزادګل اریوبي وايي، دا یوه لویه لاستهراوړنه ده چې اوس اکثریت پوسټخونې له نوري فایبر شبکې سره نښلول شوېدي.
د ښاغلي اریوبي په وینا، اوس له افغانپوسټ خدمتونو څخه په ګټتې کېدی شي، له کم لګښت سره ټولې نړۍ ته نغدې پیسې واستول شي.
ورته مطالب:
مالیې وزارت هم نه دی خبر؛ د مخابراتي مالیاتو د لس سلنه افغانۍ چېرې ځي؟
«اترا چېرې ده؟» د مخابراتي شبکو پر نارڼو خدماتو اعتراض