د یوې تازه نظر پوښتنې له مخې د افغانستان په ټولو خبریالانو کې یوازې یوه سلنه يې معلوماتو ته لاسرسی لري او په لسو کې ۹ تنه يې له دغه حقه محروم ګڼل شوي دي.
د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی چارواکي د سهشنبې په ورځ کابل کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې د دغه مطلب د څرګندولو ترڅنګ وویل، چې دغه سروې يې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ترسره کړې ده.
د یاد بنسټ اجرایوي رییس عبدالمجیب خلوتګر زیاته کړه، د دوی په نظر پوښتنه کې ۱۸۰ خبریالانو برخه اخیستې ده، چې ۱،۵ سلنه د هیواد د ټولو خبریالانو جوړوي.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه نظرپوښتنه په بدخشان، بامیان، بلخ، بغلان، فاریاب، غزني، هرات، کابل، کندهار، کونړ، لغمان، ننگرهار او تخار ولایتونو کې د یوې میاشتې په اوږدو کې ترسره شوې ده.
هغه له حکومته وغوښتل، چې په دغه برخه کې حکومت که کلک هوډ لري، نو تصمین دې کړي، چې معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې هر ډول ګواښ په ځانګړي توګه وڅیړي.
خو د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر سرپرست شاهحسین مرتضوي د دې نظر پوښتنې د شمیرو د راټولو په ډول نیوکه کوي او وایي، چې دغه نظر پوښتنه په معیاري ډوله نهده ترسره شوې.
د مرتضوي پر وینا، حکومت د قانون په توشیح کولو، او د ولسمشر د فوقالعاده فرمان له مخې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې هڅې کړې دي.
نوموړي زیاته کړه: « د نی راپورله معیاري پلوه د بحث وړ دی، ځکه چې د خبریالانو شمیرو پر بنست چې اعلانوي، په افغانستان کې د۱۰ تر ۱۲ زرو پورې خبریالان موجود دي او نی له ۱۸۰ خبریالانو سره مرکې کړې، په یوه نظر پوښتنه کې دا شمیره داعتبار وړ نه ده.»
سره له دې چې معلوماتو ته لاسرسي قانون د۱۳۹۳ لمریز کال په لیندۍ میاشت کې د ولسمشر له خوا توشیح شو، خو لاهم زیات شمیر دولتي بنسټونه د دې قانون په اړه بشپړ معلومات نهلري او د معلوماتو په شریکولو کې له خبریالانو سره همکاري نهکوي.