د افغانستان کرکټ بورډ له خوا ۳ مخکښه لوبڅاران د افغانستان او زمبابوې "الف" کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د کیدونکو سیالیو لوبڅارۍ له پاره هندوستان ته ولاړل.
تراوسه افغان کرکټ بورډ د دې لوبڅارانو د تګ په اړه څه نه دي ویلي، خو د درې کسیزې ډلې یوه غړي عزت الله صافي له هندوستان څخه سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې اوسمهال هندوستان ته رسیدلي دي.
د صافي په وینا، ټاکل شوې ده، چې د افغانستان او زمبابوې الف کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ سیالیو پرمهال به د لوبڅارۍ دنده ترسره کړي.
له صافي سره به په کرکټ بورډ کې د لوبڅارۍ څانګې مشر احمد شاه پکتین، احمد شاه دراني او بسم الله جان شینوارې هم دل وبڅارۍ دنده ترسره کړي، چې ورسره منډې لیکونکې (سکور) سمیع الله هم ملګری دی.
د یادونې وړ ده، چې تیره میاشت هم دافغانستان او زمبابوی ۱۹کلنو کرکټ ملي لوبډلو ترمینځ د هندوستان په (نویډا) لوبغالي کی دافغانستان په کوربتوب سیالیو کې هم عزت الله صافي ، بسم الله جان شینواري او محمود خروټي د لوبڅارۍ دنده ترسره کړې وه.
دا لومړی ځل دی، چې افغان لوبڅاران له هیواده بهر په خپل کوربتوب سیالیو کې د لوبڅارۍ دندې له پاره غوره کیږي.
د دې وړاندې د کرکټ بورډ د لوبڅارۍ څانګې مشر احمد شاه پکتین په اسیایي او نړیوالو سیالیو کې هم د افغانستان په استازیتوب د لوبڅارۍ دنده ترسره کړې ده.
په وروستیو ۳ اونیو کې د افغانستان په کوربتوب د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په عربي اماراتو کې نړیوالې سیالۍ ترسره شوې، چې ورته افغان لوبڅاران نه وو غوره شوي او سیالۍ د ۳ هندي لوبڅارانو(ونیت کلکرني، شمس الدین او انیل چوهدي) له خوا وڅارل شوې.
ټاکل شوې ده، دافغانستان او زمبابوې الف کرکټ ملي لوبډلو ترمینځ د ۲ څلور ورځنیو او ۳ پنځوس اوریزه لوبو لړۍ د راتلونکې شنبې په ورځ د جنورۍ میاشتې په ۱۶ مه نیټه د هندوستان په (نویډا) لوبغالي کی پیل شي.
یاد لوبغالې د هندوستان کرکټ بورډ له خوا د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په واک کی ورکړل شوې، ترڅو په کې د نړیوالو سیالیو کوربتوب وکړي.
د یادونې وړ ده، چې په دې سفر کې د افغانستان الف کرکټ ملي لوبډلې کپتاني جاوید احمدزي او د روزنې دنده رییس احمدزی پر غاړه لري.