د افغانستان ۱۹ کلنه کرېکټ ملي لوبډله سبا هېواد ته راستنیږي

ټاکل شوې ده، د ۱۹ کلنو په ۱۲ پړاو کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې له کامیاب او تاریخي ګډون وروسته د افغانستان ۱۹ کلنه کرېکټ ملي لوبډله سبا له ۴ مقام ګټلو سره هېواد ته راستنه شي.

نولس کلنه کرېکټ ملي لوبډله به سبا له ماسپښین وروسته له نیوزیلینډ څخه د عربي اماراتو له لارې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر ته راورسیږي خو معلومه نه ده چې افغان کرېکټ بورډ یې هرکلي ته څه پروګرام لري.

۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې د ۵ ځل له‌پاره د سږکال په ۱۹ کلنو کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې برخه واخیسته او د تېرځل ۹ مقام یې په ۴ مقام بدل کړ.

ټاکل شوې وه، افغانستان د ګډون کوونکیو لوبډلو په کتار کې د دریم مقام ترلاسه کولو له‌پاره له پاکستانۍ ۱۹ کلنې کرېکټ ملي لوبډلې سره سیالۍ ترسره کړی وای خو لوبه د باران له کبله لغوه شوه.

دا چې پاکستانۍ کرېکټ ملي لوبډلې په «ډي» ګروپ کې له افغانستان وړاندې لومړی ګټلی و؛ له همدې کبله پاکستانۍ کرېکټ ملي لوبډلې چې په وروستیو ۳ سیالیو کې یې د افغانستان خلاف پرله پسې ماتې خوړلې وې د نړیوال جام دریم مقام ګټوونکې شوه.

د یادونې ده چې د افغانستان ۱۹ کلنه کرېکټ ملي لوبډله له ۲۰۱۰ کال راهیسې په نړیوال جام کې لوبیږي د سږکال سیالیو وړاندې یې په ۲۰۱۴ کال کې ۷ مقام ګټلو ترټولو ستره لاسته راوړنه او په ۲۰۱۰ کال کې وروستس ۱۶ مقام ترټولو ناکامه کارکردګي وه.

د سږکال په ۱۲ پړاو ۱۹ کلنو کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان له‌پاره وېکټ ساتوونکی بیټسمین اکرام علي خېل په ۴ لوبو کې په ۱۸۵ او ابراهیم ځدران بیا په ۵ لوبو کې په ټولټال ۱۸۶ منډو د افغانستان له‌خوا مخکښ بیټسمینان وو.

دغه راز افغانستان د سپین بالینګ پیاوړتیا ثبوت بیا لیګ سپنر قیس احمد ورکړ، چې په ۵ واړو سیالیو کې ولوبېد او په ۱۴ وېکټو د افغانستان له‌خوا او په ټول ټورنامنټ کې مخکښ بالر و.

که څه د افغانستان له‌پاره په دغه نړیوال جام کې بهترینو بېټسمینانو هم لوبې ترسره کړې چې په کورني کرېکټ کې ښه ځلېدلي وو خو بیا هم هېڅ افغان بېتسمین سلیزه جوړه نه‌کړای شوه او د اسټرالیا خلاف د اکرام علي خېل ۸۰ منډې په دې جام کې د افغانانو ترټولو زیاتې منډې وې.

د نیوزیلینډ په کوربتوب په سږکال ۱۹ کلنو کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې د نړۍ ۱۶ کرېکټ لوبډلو برخه اخیستې وه چې د ده جام د تاریخ دوه مخکې لوبډلې اسټرالیا او هندوستان یو ځل بیا د څلورمې اتلولۍ ګټلو له‌پاره فاینل لوبې ته ورسېدل چې ټاکل شوې د دواړو لوبډلو له ډلې یوه لوبډله د ریکارډ څلورم ځل له‌پاره اتله شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام