د افغانستان ښځینه فوټبال ملي لوبډله اردن ته تللې

د افغانستان ښځینه فوټبال ملي لوبډله د ۲ دوستانه فوټبال سیالیو ترسره کولو له‌پاره اردن ته رسېدلي او سیالیو ته یې تمرینات پيل کړي دي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د رسنیو څانګې غړي شمس امیني سلام‌وطندار سره په خبرو کې وویل، په راتلونکیو اوونیو کې د افغانستان او اردن ښځینه فوټبال ملي لوبډلې ۲ دوستانه سیالۍ کوي.

ښاغلي امیني زیاته کړه، د دواړو ښځینه فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ به لومړۍ لوبه د راتلونکې فېبرورۍ میاشتې په ۲مه او دوېمه لوبه د فېبرورۍ په ۵مه نېټه د اردن په کوربتوب ترسره شي.

نوموړي وویل، د افغانستان ښځینه فوټبال ملي لوبډلې په اردن کې د امریکایۍ روزونکې تر مدیریت لاندې خپل تمرینات پیل کړي دي.

له افغان ښځینه فوټبال ملي لوبډلې سره د امریکا ښځینه فوټبال ملي لوبډلې پخوانۍ لوبغاړې کیلي لینډسي هم د روزونکې په توګه دې سفر کې ملتیا کوي.

د روزونکې کیلي لینډسي په روزنه کې افغان ښځینه فوټبال ملي لوبډلې تراوسه ۵ سیالۍ ترسره کړي چې ۴ یې ګټلي او ۱ یې بایللې ده.

د فوټبال فدراسیون د رسنیو څانګې غړي وویل، په افغان ۲۵ کسیزه ښځینه فوټبال ملي لوبډله کې ۱۳ لوبغاړې د افغانستان او ۱۲ هغه نور د اروپا او امریکا څخه غوره شوي دي.

د شمس امیني په وینا، د افغانستان فوټبال فدراسیون د خپلې ښځینه فوټبال ملي لوبډلې د ظرفیت لوړولو په موخه دغه دوه دوستانه سیالۍ برابرې کړي ډي چې تمه لري ښې پایلې ترې ترلاسه کړي.

د یادونې ده چې د افغانستان ښځینه فوټبال ملي لوبډلې خپله لومړۍ نړیواله فوټبال سیالۍ په ۲۰۱۰ کال کې له نیپال سره کړه چې ۱۳ د ۰ ګول په وړاندې یې وبایلله او ترټولو ستره ماته یې شمېرل کېږي.

د افغانستان ښځینه فوټبال ملي لوبډلې ترټولو ستره بریا بیا ۴ د ۰ ګول په وړاندې د پاکستانۍ ښځینه فوټبال ملي لوبډلې خلاف ده خو له ۲۰۱۴ کال راهیسې یې له کوم هېواد ښځینه فوټبال ملي لوبډلې سره کومه نړیواله سیالۍ نه ده ترسره کړې.

د افغانستان ښځینه فوټبال ملي لوبډله اوسمهال د فوټبال نړیوالې شورا (فیفا) په درجه بندۍ کې ۱۰۶ خو اردنۍ فوټبال ملي لوبډله بیا ۵۰ مقام له ځان سره لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام