یو شمېر سیاسي شنونکي د جعیت، جنبش او حزب وحدت مشرانو تازه جوړ شوي ایتلاف ته په اشارې سره وايي، په اوسنیو شرایطو کې ناامني ورځ تربلې زیاتیږي او دغه ډول ایتلافونه په حکومت د لانور فشار لامل ګرځي.
جمعیت، جنبش او د حزب وحدت ګوندونو تازه د ترکیې په انقره ښار کې د افغانستان د ژغورنې په نوم ایتلاف جوړ کړی دی.
د سیاسي چارو شنونکی اسحاق اتمر وايي، دغه ډول ایتلاف جوړل به حالت نور هم ګډوډ کړي او باید حکومت د حالت خرابوالي مخنیوي په موخه د ایتلاف له مشرانو سره خبرې وکړي.
بل سیاسي شنونکی امین حیدري هم وايي، چې د دغه ډول ایتلافونو جوړل قومي غبرګونونو ته لمن وهي او زیاتوي، حکومت باید د دغه ډول حرکتونو مخنیوی وکړي.
په همدې حال کې یوې باوري حکومتي سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط سلام وطندار ته وویل، ارګ د ولسمشر محمد اشرف غني یو سلاکار ترکيې ته لېږلی، چې دوستم کابل ته د خبرو اترو په موخه راولي.
دغه راز، د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي سلام وطندار ته وویل، د افغانستان ژغورنې ایتلاف دې له اوسني وضعیته د را ایستلو طرحه وړاندې کړي.
مرتضوي وايي، له شک پرته د ملي یووالي حکومت لاسته راوړنې لري او که ستونزې او نیمګړتیاوې موجودې دي؛ هغه هم په ټولو پورې تړاو لري.
د دغو ګوندونو مشران داسې مهال د ایتلاف پر جوړولو لاس پورې کوي، چې د ارګ او د دغو ګوندونو د مشرانو غبرګونونه لوړې کچې ته رسېدلي دي.