«د افغانستان نوم دې خراسان او ملي سرود دې فارسي شي»

ځېنو مدني او ټولنیزو بنسټونو او د ولسي جرګې ځېنو غړیو د ارګ له‌خوا د برېښنايي پېژندپاڼو د وېشلو په غبرګون نن ورځ په یوې خبري غونډه کې وویل، د افغانستان په نورو قومونو د یو ځانګړي قوم هویت تحمیلول ټولنیز کړکېچ او د هېواد وېش ته زمینه برابروي.

دې غونډې کې د ولسي جرګې غړي حفیظ منصور وویل، د رامنځته شوې ستونزې بنیادي حل له‌پاره باید د افغانستان ترڅنګ د خراسان تاریخي نوم هم راوړل شي. هغه اجرایوي ریاست ته وړاندیز کوي چې په افغاني هویت د برېښنايي پېژندپاڼو وېش له پروسې سم دې اجرایوي ریاست په خراساني هویت د پېژندپاڼو وېش پیل کړي.

ښاغلی منصور د ملي وحدت شعار درغ ګڼي او زیاتوي، تر هغې چې یو بل حقوقو ته احترام ونه‌شي؛ هېڅکله به د ملي یووالي شعار رښتینی نه‌شي.

د ولسي جرګې غړیو او بنسټونو د غونډې په پای کې ځان‌خوښوونه، د خپل هویت تحمیلول او د نورو هویت حذفول د قرانکریم له صریح حکم او اساسي قانون نه سرغړاوی وګڼلو.

په‌دې خبرپاڼه کې راغلي ارګ په‌داسې حال کې د برېښنايي پېژندپاڼو وېشل پیلوي چې د سیاسي اختلافاتو ترڅنګ د هېواد په ډېرو برخو کې جنګ روان دی.

اعتراض‌کوونکي خبرداری ورکوي، که‌چېرې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر ونه درېږي؛ دوی به د افغانستان نوم په خراسان، ملي سرود له پښتو نه په فارسي او پولي واحد به له افغانۍ نه په بل نوم بدل کړي.
دوی د حکومت له لوري د برېښنايي پېژندپاڼو وېشل د ۱۳۹۳ کال د ولسي جرګې له لوري د تصویب شوي قانون پر اساس غواړي.

د دې بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي، که یې غوښتنو ته ځواب ورنه‌کړل شي؛ خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي او مسوولیت به یې د حکومت پر غاړه وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام