افغان کرکټ ملي لوبډلې د تیرو کلونو برعکس د خپل کرکټ په تاریخ کې دلومړي ځل له پاره په ۲۰ اوریزه کرکټ نړېوال جام سیالیو کې سیمي فاینل او فاینل ته په رسېدو کې پاتې راغله.
د افغانستان له پاره د تجربه کاره اوپنر لوبغاړي نوروزمنګل نیمه سلیزه ۵۳ منډې او ۲ بهترینه کیچونه هم په اوبو لاهو شول.
د کرکټ نړېوالې شورا له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې ، په سیالۍ کې افغان لوبډلې د پچې ګټلو وروسته لومړی بیټینګ وکړ او په ۲۰ اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ۱۶۱ منډې جوړې کړې.
افغان کرکټ ملي لوبډلې و نه کړی شو، چې د خپلو ۱۶۱ منډو څخه دفاع وکړي او په ۵ ویکټو یې له هانګ کانګ لوبډلې څخه ماتې وخوړه.
په وروستي اور کې د دفاع له پاره ۱۷ منډې پکار وې، چې د هانګ کانګ لوبغاړو له خوا په وروستي بال ترلاسه شوې.
د افغانستان له پاره د روان نړېوال جام ټاکنیزپړاو ټورنامنټ پاي ته ورسید، بل پړاو ته د رسیدو چانس نه لري، او اوس به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ له (پي، این، جي) لوبډلې سره نړېوال جام سیالیو ته د رسېدو وروستۍ بخت ازمایي.
که افغانستان (پي، این، جي) کرکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړي، نو د پنځم مقام لرونکې لوبډلې په توګه به د څلورم ځل له پاره د هندوستان په کوربتوب ۲۰۱۶ م ز کال ۲۰ اوریزه کرکټ نړېوال جام سیالیو ته لاره پیدا کړي.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې افغانستان ۳ ځله د ۲۰ اوریزه کرکټ نړېوال جام په ټاکنیز پړاو کې برخه اخیستې وه او تر فاینل پورې رسیدلې وه.
افغانستان په ۲۰۱۰ م ز کال کې نشتوامکاناتو سره سره ددې سیالیو د اتلولۍ جامونه ګټلي وو، خو د امکاناتو په زیاتو او تجربو سره سره افغانستان په ۲۰۱۲ م ز او ۲۰۱۴ م ز کلونو کې ترفاینله ورسېده، خو ایرلینډۍ ته یې اتلولۍ وبایللې او دویم مقامونه یې ګټلي وو.
د کرکټ کارپوهان وایي، چې افغان کرکټ ملي لوبډله نننۍ سیالۍ د خپل بې کاره فیلډینګ او وروستي بالینګ له کبله وبایلله.