د افغانستان فوټبال فدراسیون خبر ورکړ چې د فوټبال ملي لوبډله به په راتلونکې میاشت کې دوه نړېوالې دوستانه سیالۍ وکړي.
د فدراسیون د مالوماتو له مخې، افغان لوبډله به دغه سیالۍ د دېسېمبر میاشتې په ۲۵مه د ترکمنستان او د همدې میاشتې په ۲۸مه د ازبکستان د فوټبال له ملي لوبډلو سره د ترکیې په انتالیا ښار کې سیالي وکړي.
افغان فوټبال ملي لوبډلې تر دې وړاندې تېره اوونۍ د ترکیې په کوربهتوب د یوې اوونۍ روزنیز کمپ ۲ تمریني سیالۍ پایته ورسولې.
افغانستان له ۲۰۰۳ کال را پهدېخوا له ترکمنستان سره ټولټال ۴ نړېوالې سیالۍ کړي چې ۳ ترکمنستان او وروستۍ هغه یې چې په ۲۰۱۴ کال کې وشوه، افغانستان وګټله؛ خو د فوټبال نړېوالې شورا په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې افغانستان له ازبکستان سره د فوټبال سیالي کوي.
افغانستان اوسمهال د فوټبال نړېوالې شورا (فیفا) په نړېواله درجهبندۍ کې ۱۴۵م، خو ازبکستان ۹۴م او ترکمنستان ۱۲۸م ځای لري.
د افغانستان فوټبال ملي لوبډله له ۱۹۳۳ میلادي کال راهیسې په نړېوال فوټبال کې رسمیت لري چې تراوسه یې ۹۵ نړېوالې سیالۍ کړي دي. د دغو سیالیو له ډلې یې ۲۷ ګټلي، ۲۰ یې مساوي کړي او ۴۸ نورې یې بایللې دي.