ټاکل شوې ده، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په راتلونکې اکټوبر میاشت کې د یو لړ نړېوالو سیالیو لوبو له پاره زمبابوی ته سفر وکړي.
د زمبابوی کرکټ بورډ اعلان وکړ، چې په پام کې ده د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د راتلونکې اکټوبر میاشتې په ۱۳ مه نېټه دغه هېواد ته ورسیږي.
ویل کیږي، چې په روانه او راتلونکو میاشتو کې زمبابوی کرکټ ملي لوبډله په خپل کوربتوب د نړېوالو سیالیو اوږد او مصروفه مهالوېش ولري.
د یاد هېواد کرکټ بورډ په خپله رسمي پاڼه لیکلي، چې د افغانستان او زمبابوی کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به ۵ نړېوالې ۵۰ اوریزه او ۲ نړیوالې۲۰ اوریزه لوبې ترسره شي.
د یاد هېواد کرکټ بورډ زیاته کړې ده، چې د افغانستان سره به د ۵۰ اوریزه لوبو لړۍ د اکټوبر په ۱۶ مه نیټه پېل شي، چېدویمه لوبه به د اکټوبر په ۱۸ مه، درېیمه د اکټوبر په ۲۰ مه، څلورمه د اکټوبر په ۲۲ مه او وروستۍ نړېواله ۵۰ اوریزه لوبه به د همدې میاشتې په ۲۴ مه نیټه ترسره شي.
دغه راز د دواړو افغانستان او کوربه زمبابوی کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۲ نړېوالو۲۰ اوریزو لوبو له پاره د اکټوبر ۲۷ مه او ۲۹ مه نیټې اعلان شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې زمبابوی په داسې حال کې له افغانستان سره د لوبو خبر ورکوي، چې ټاکل شوې ده د روانې میاشتې په ۲۷ مه نیټه له پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې سره ۲۰ اوریزه او یو ورځنۍ سیالۍ پېل کړي.
ویل کیږي، چې د افغانستان له کوربتوب وړاندې به د روانې میاشتې په ۲۴ مه نېټه پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډله د ۲ شل اوریزه او ۳ پنځوس اوریزه لوبو لپاره دغه هیواد ته ورسیږي چې د اکتوبر تر ۵ مې نېټې به سیالۍ ترسره کړي.
همدا راز له زمبابوی کرکټ ملي لوبډلې سره د افغانستان په وړاندې د سیالیو وروسته ایرلینډ هم د ۳ یو ورځنیو او یوې څلور ورځڼۍ فرسټ کلاس لوبې ترسره کولو خبر ورکړی او ښایي له هغې وروسته له بنګله دیشۍ کرکټ ملي لوبډلې سره هم لوبې ترسره کړي.
د یادونې وړ ده، چې زمبابوی په داسې حال کې د افغانستان کوربتوب ته ملا تړلې، چې افغان لوبډله اوسمهال په کورنیو څلور ورځنیو سیالیو بوخته ده او لاهم د انډی مولزد شړلو وروسته د بل مشر نړېوال روزونکي څرک هم نه لګي.