د افغانستان د ټاکنو پایلې له ۱۸ میاشتو وروسته اعلان شوې

د ټاکنو خپلواک کمېسیون شاوخوا له دوه کالونو وروسته د ولسمشرۍ ماڼۍ د ټاکنو پایلې اعلان کړې.

د کمېسیون دغو چارواکو وویل چې د ۱۳۹۳ کال د ولسمشرۍ ټاکنو د نهايي پایلو ځڼدولو علت د هېواد ملي ګټې وې چې دوی په پام کې ونیولې.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د نن (چهارشنبه) ورځې اعلان شوې پایلې ښيي، چې د افغانستان اوسنۍ ولسمشر محمد اشرف غني د ۵۵،۲۷ رایو په اخیستلو سره د ولسمشرۍ څوکۍ او عبدالله عبدالله د ۴۴،۷۳ رایو په اخیستلو سره د اجرایه ریاست په څوکۍ ټاکل شوي دي.

نورستاني مني، چې د ټاکنو د پایلو ځنډول د ټاکنو د قانون او اساسي قانون سره په ټکر کې دي، خو دی وايي، چې دغه کار یې د هېواد د ملي ګټو له پاره کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې اجرایه رییس د ټاکنو له پیل نه د دغه کمېسیون له جوړښت سره مخالفت درلود.

کله چې ټاکنې دویم پړاو ته لاړې اجرایه رییس ټاکنې له درغلیو ډکې وبللې.

له دې ټولو جنجالونو سره سره د نړیوالې ټولنې او د امریکا په منځګړتوب د ملي یووالي حکومت جوړ شو.

د ملي یووالي حکومت په لومړیو کې ژمنه وکړه، چې د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې به بنسټیز سمون راولي.

ولسمشر د ټاکنو خپلواک کمېسیون کې د سمون له پاره فرمان ورکړ، خو د ملي شورا له خوا دغه فرمان رد شو.

په دې اړه د سیاسي چارو شنونکی یونس فکور وايي، چې ولسمشر غني د ټاکنو خپلواک کمېسیون له موجوده جوړښت سره هیڅ ستونزه نه لري او یواځې اجرایه رییس د بدلون غوښتونکی دی.

لطیف نظري د سیاسي چارو بل شنونکی دی. نوموړی وايي، چې د ملي یووالي حکومت مشران د ټاکنو خپلواک کمېسیون په بنسټ کې د سمون راوستلو له پاره هیڅ هوډ نه لري.

دی وايي، چې دوی هڅه کوي، تر څو په دغه کمېسیون کې خپل کسان ځای پر ځای کړي.

د نظري په خبر دغه کسان به د موجوده کمېشنرانو په پرتله زیات فاسد خلک وي.

د ده په باور دغه ډول کارونه د ولسي جرګې ټاکنې او د اساسي قانون د تعدیل له پاره د لویې جرګې رابلل ناشونې کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ۱۳۹۵ کال د تلې ۲۴ د ولسي جرګې د ټاکنو ڼېټه اعلان کړې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام