د افغانستان بانک رییس: د اسعارو د بیو تثبیتول د دې بانک دنده نه‌ده

ولسي جرګې نننۍ عمومي غونډې ته د افغانستان بانک مشر خلیل صدیق د ډالرو پر وړاندې د افغانیو بیې کمېدو، ځېنو ولایتونو کې د کلدارو او ایراني تومان ستونزې او د خصوصي بانکونو وضعیت په اړه ځواب ویلو ته ورغوښتی و.

د جرګې یو شمېر استازیو دغو موضوعاتو ته په اشارې، د افغانستان بانک له کړنو هم شکایت وکړ.

د ولسي جرګې دوه غړي عظیم محسني او میرداد نجرابي وايي، زموږ د ملي هویت پر ځای د نورو هېوادونو د کرنسیو کارول هغه جدي ستونزه ده چې ملي حاکمیت تر پوښتنې لاندې راولي. دوی په‌دې برخه کې د بانک اداره کمزورې وګڼله.

د افغانستان بانک مشر خلیل صدیق د ولسي جرګې د پوښتنو په ځواب کې وویل چې د قانون پر بنسټ بازار کې د اسعارو د بیو تثبیتول د دې بانک دنده نه‌ده.

ښاغلی صدیق د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانیو د بیې د کمېدلو لامل د سوداګرۍ، صادراتو، وارداتو او کلني عاید کسر بولي.

د افغانستان بانک مشر په وینا، هېواد کې د سیاسي ثبات نه‌شتوالی او نړۍوالو بازارونو کې د ډالرو بیې لوړېدل هم، د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د بیې کمېدلو لامل شوی‌دی.

ښاغلی صدیق زیاتوي، دوی د تېر کال په پرتله روان کال کې بازار ته ۳۰۰ میلیونه اضافي ډالر او په ټوله کې ۱.۱ میلیارد ډالره وړاندې کړي‌دي.

د افغانستان بانک مشر په هېواد کې د بانکونو د وضعیت په اړه وايي، دولتي بانکونو کې د خدمتونو لوړولو له‌پاره یو میکانیزم جوړ شوی او د خصوصي بانکونو هغه ونډه لرونکي چې د بانکي پورونو په چارو کې یې لاسوهنه کوله، برکناره شوي‌دي.

د افغانستان بانک چارواکي ځېنو ولایتونو کې د پاکستانيو کلدارو او ایراني تومان اعتبار په اړه وايي، د قانون له‌مخې هېڅ ډول خنډ نه‌شته او دغه موضوع ډېرو هېوادونو کې یو معمول کار دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام