په وروستیو ۱۰ ورځو کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت کمېدو خلک اندیښمن کړي او افغان سوداګر وايي، چې دې کار یې سوداګریزې راکړې ورکړې ته زیان رسولی دی.
خو د افغانستان بانک چارواکي بیا وایي، چې ډالر په نړیوالو بازارونو کې هم لوړ شوي، چې د افغانستان په بازار یې هیڅ اغیز نه دی کړی.
د دغه بانک ځای ناستی مشر خان افضل هډه وال نن په کابل کې د خبري غونډې پر مهال خلکو ته ډاډ ورکړ، چې دغه بانک کافي منابع لري؛ که چیرې د ډالرو لوړوالی د اقتصاد بازار ته زیان ورسوي؛ دوی به ژر تر ژره لاس په کار شي.
هډه وال زیاته کړه، هر کال په همدې موسم کې د ډالرو بیه په نړیواله کچه لوړيږي، چې دا موقتي دی.
دغه راز د افغانستان بانک ځای ناستي مشر، وویل هغه کسان چې احصایه او دقیق ارقام نه لري، نه باید په خپلو خبرو سره خلک اندیښمن کړي.
د هډه وال پر وینا، یواځې د افغانستان بانک دا واک لري، چې دقیق ارقام او احصایوي معلومات ورکړي.
د اقتصادي چارو د شنونکو په نظر د یو هېواد د بانکي نوټ د ارزښت لوړېدل او ټېټېدل د هغه هېواد په اقتصادي او سیاسي ثبات پورې تړاو لري، د دوی په نظر څومره، چې په یو هېواد کې سوداګریزه راکړه ورکړه په چټکۍ سره روانه وي همدومره د بانکي نوټ ارزښت هم لوړ وي.
دغه کارپوهان دا هم وايي، چې د افغانستان اقتصاد تر ډېره په بهرنیو مرستو ولاړ دی او شاوخوا افغانستان ۹۵٪ سلنه واردات لري او هغه هم په بهرنیو پیسو ولاړ دي، چې دا هم د بانکي نوټ د ارزښت ټيټوالي سبب ګرځي.
د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد اکبر وایي، که چیرې د افغانستان اقتصاد وده وکړي او تولیدات زیات شي؛ په دې سره به د وارداتو له لارې د هېواد اړتیا هم کمه شي.
په دې ورستيو کې د افغانيو پر وړاندې د ډالر ارزښت کچه لوړه شوې، چې اوسمهال په بازار کې یو ډالر د ۵۹ روپیو او ۲۰ پېسو ارزښت لري.
په ١٣٨٢ لمريز کال کې د نويو افغانيو له چاپ او خپرولو وروسته افغانيو د ډالر پر وړاندې خپل ارزښت له ٤٨ څخه تر ٥٢ افغانيو پورې ساتلى و، خو په وروستيو دوو کلونو کې يې ارزښت راټيټ شوى، خو دا لومړى ځل دى چې يو ډالر له شپېتو څخه د ډېرو افغانيو په بدل کې تبادله کېږي.