د افغانستان او سکاټلینډ ترمینځ د سیالۍ مهال ویش اعلان شو

د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ۲۰۱۵ کال څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې د ۴ ورځنیو فرسټ کلاس لوبو لومړي پړاو مهال ویش اعلان کړ.

د اعلان شوي مهال ویش له مخې به افغانستان ددې کپ لومړۍ لوبه له سکاټلینډۍ لوبډلې سره د ددوی په کوربتوب ترسره کړي.

د ورکړل شوی مهال ویش له مخې به د غه څلور ورځنۍ (انټرکانټینینټل کپ) سیالۍ به د راتلونکې جون میاشتی په ۲ مه نیټه پیل او تر ۵ مې نیټی به روانه وي.

د کرکټ نړیوالې شورا د اعلان له مخې به سیالۍ دافغانستان په وخت غرمه ۱۲ نیمې بجې د سکاټلینډ په (سټرلینګ)ښار کې پیل شي.

ټاکل شویده د کرکټ نړیوالی شورا په نوښت به د (انټرکانټینینټل کپ) سیالۍ راتلونکې اونۍ د (مۍ) میاشتی په ۱۰ مه نیټه د هانګ کانګ او نمیبیا کرکټ ملي لوبډلو په لوبی سره د سویلي افریقې په (ونډررز) لوبغالي کې پیل شي.

همدارنګه د جون میاشتې له  ۲ مې نیټې څخه تر ۵ مې نیټې پورې ایرلینډۍ کرکټ ملي لوبډله په خپل کوربتوب له عربي اماراتو سره په مالاهایډ لوبغالي دلوبې ډګر ته ووځی.

د لومړي پړاو په نورو لوبو کې به چې د راتلونکې جون میاشتی تر ۱۹ می نیټې به روانې وي په کې به د جون له ۱۶ نې نیټې څخه تر ۱۹ مې نیټې پورې هالینډۍ کرکټ ملي لوبډله په امسټرډام کې له پی این جي کرکټ ملي لوبډلی سره لوبه ترسره کړي.

د کرکټ نړیوالې شورا لخوا افغانستان او ایرلینډۍ کرکټ ملی لوبډلې ددې سیالیو پرمهال د (پیپسي ورلډ کرکټ لیګ) یو ورځنیو سیالیو څخه له دې کبله ویستل شوي چې د ټیسټ غړیتوب لرونکو لوبډلو په څیر دواړه افغانستان او ایرلینډ د اوږد مهاله سفرونو په پروګرام کې شاملي شویدي.

دیادونې وړ ده چې که څه هم ایرلینډۍ کرکټ ملي لوبډلې د راتلونکې جمعې په ورځ له انګلستان سره او بیا څو میاشتې وروسته له اسټرالیا سره یوه یوه نړیواله یو ورځنۍ سیالۍ په خپل کوربتوب برابرې کړي خو دافغانستان کرکټ ملي لوبډلې د راتلونکو یو ورځنیو سیالیو په اړه هیڅ قسم خبر نه دی ورکړل شوی.

د افغانستان او ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلو په ځای به کېنیا او نیپالۍ کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو سیالیو په نړیوال چمپین شپ کې ګډون ولري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام