ټاکل شوېده، د افغانستان او ایرلینډ کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ نړۍوالو ۲۰اوریزو لوبو لړۍ سبا د افغانستان په کوربتوب د هندوستان په «دهرادون» لوبغالي کې پیل شي.
که څه هم افغانستان او ایرلینډ کرېکټ ملي لوبډلې له نږدې یوې لسیزې راپهدېخوا نړۍوالو ۲۰ اوریزې لوبې کوي او د کرېکټ په ډګر کی سرسختې سیالې لوبډلې شمېرل کېږي؛ خو دواړه لوبډلې به سبا د لومړي ځل لهپاره د بشپړ غړیتوبلرونکیو هېوادونو په توګه مخامخ شي.
د افغانستان لهپاره د ایرلینډ خلاف د ۳ واړو شلاوریز لوبو ګټلو او «کلین سویپ» وروسته وړاندوینه دا ده چې افغان کرېکټ ملي لوبدله به پهدی پایلې سره په نړۍواله درجهبندۍ کې یوازې یو امتیاز ترلاسه کړي چې اوسني ۹۲ امتیازونه به یې ۹۳ ته لوړ شي او په اوسني ۸م مقام کې به پاتې شي.
برعکس افغان کرېکټ ملي لوبډله د ایرلینډ پر وړاندې د لومړۍ شلاوریزې لوبې په بایللو سره وړاندوینه دا ده چې افغانستان به ۲، د دویمې لوبې په بایللو سره ۴ او د درېیمې لوبې په بایللو سره ۳ امتیازونه له لاسه ورکوي.
ورته مطالب:
افغانستان په ۲۰ اوریزې نړۍوالې درجهبندۍ کې بیا ۸م مقام ته ورسېد
په لومړي ځل افغانستان په شل اوریزه درجه بندۍ کې ۸ مقام خپل کړ
راشدخان په ۲۰ اوریزه لوبو درجه بندۍ کې هم لومړي مقام ته ورسېد
دغه راز د مېلمنې ایرلینډ خلاف د ۳ واړو شلاوریزو لوبو بایللو او «کلین سویپ» په صورت کې وړاندوینه کېږي چې افغان کرېکټ ملي لوبډله به ټولټال ۹ امتیازونه د ۲۰ اوریزو لوبو په نړۍواله درجهبندۍ کې له لاسه ورکړي.
هاخوا ایرلینډۍ کرېکټ ملي لوبډله له افغانستانه د لوبو په ګټلو ښه چانس لري چې د ۳ واړو پلان شویو سیالیو په ګټلو سره ښایي د شلاوریزو لوبو په نړۍواله درجهبندۍ کې له اوسني ۱۷م مقامه ۱۴م مقام ته اوچته شي.
دغه راز که افغانستان ۳ واړه شلاوریزې لوبې وبایللې؛ نو د ۲۰ اوریزو لوبو په نړۍوالې درجهبندۍ کې به خپل ۸م مقام هم سریلانکا ته وبایلي او ۹م مقام ته به ګوزار شي؛ خو بیا هم افغان کرېکټ ملي لوبډله یوازې د یوې سیالۍ په ګټلو سره هم اوسنی ۸م مقام له ځان سره ساتلي شي.
د افغانستان او ایرلینډ کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۹ پلان شویو نړۍوالو سیالیو پیل سبا د ۳ اوریزو لوبو په سېریز سره کېږي چې لومړۍ لوبه به د افغانستان پر وخت ماښام ۵ نیمې بجې د هند په «دهرادون» ښار راجیف ګاندي نړۍوال لوبغالي کې پیل شي.
ایرلینډۍ کرېکټ ملي لوبډله د عمان په ۴ اړخیزه شلاوریز سیریز کې له ګډون وروسته هند ته رسېدلې ده؛ خو افغان کرېکټ ملی لوبډله بیا له ۴ نیمو میاشتو وروسته لومړۍ نړۍواله سیالۍ کوي.
د افغانستان او ایرلینډ کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ تراوسه له ۲۰۱۰ کال راهیسې ۱۳ نړۍوالې شلاوریزه لوبې شوي چې ۹ افغانستان او ۳ ایرلینډ ګټلي او یوه لوبه به بیا د باران له کبله لغوه شوې.
د یادونې ده چې ایرلینډۍ کرېکټ ملي لوبډلې له ۲۰۱۷ کال او وروستیو ۸ نړۍوالو شلاوریزو لوبو راهیسې له افغانستان نه شلاوریزه لوبه نهده ګټلې.