«د افغانستان امریکايي پوهنتون» د ښځینه زده‌کړیالانو له‌پاره ښه چاپېریال لري

فرشته متین له کیلومتر لېرې له خپل ځایه کابل ته د زده‌کړو له‌پاره راغلې ده. هغې چې د سیاسي علومو لیسانس په کابل کې په یو خصوصی پوهنتون کې خلاص کړی؛ وايي چې د افغانستان امریکايي پوهنتون ته په دې پار ورغلې، چې د ښې راتلونکې له‌پاره نړیوالې اړيکې ولولي.

له بامیانو نه راغلې فرشته متین چې د زده‌کړو له‌پاره کابل ته راغلې؛ وايي چې په دې پوهنتون کې له لېرې راغلي زده‌کړیال ته هر ډول اسانتیاوې په نظر کې نیول شوې دي. د دې په خبره، په امریکايي پوهنتون کې هغو زده‌کوونکیو ته هم د زده‌کړو چانس ورکول کېږي، چې کمې‌نومرې یې وړې وي.

د متین پر وینا، د دې پوهنتون استادانو په نړیوالو معیارونو په ښو پوهنتونونو کې زده‌کړې کړې دي، چې د خپلو تجربو له مخې خپلو زده‌کړیالانو ته تدریس کوي. د هغې په خبره، په دې پوهنتون کې زده‌کړیالان مجبور دي، چې له هر سمېستر وروسته یو مونوګراف ډوله موضوع ولیکي؛ په داسې حال کې چې په نورو پوهنتونو کې زده‌کړیالان له پوهنیزې دورې وروسته مونوګراف لیکي.

د افغانستان امریکايي پوهنتون باندې څه موده وړاندې ډله‌ییز ترهګریز برید وشو؛ خو له څه مودې وروسته یې بېرته خپل فعالیت پیل کړ.

اغلې متین وايي، دې پوهنتون زده‌کړیالانو ته د زده‌کړې ترڅنګ د کار زمینه هم برابره کړې ده، چې له فارغت نه وروسته سملاسي خپل مسلک کې دنده پیدا او پیل کړي.

هغه د افغانستان امریکايي پوهنتون د ښځينه زده‌کړیالانو د زده‌کړې له‌پاره ښه چاپېریالان ګڼي وايي، کله چې یوه زده‌کړیاله دې پوهنتون ورشي؛ پوهېږي، چې په دې ځای کې یې حقوقو ته څومره درناوی کېږي. هغه په دې باور ده، چې دا پوهنتون د ځوانو کدرونو د روزنې یوازینی ادرس دی.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام