د افغانستان الف کرکټ ملي لوبډلې فیزیکي ازموینه ورکړه
افغان کرکټ بورډ نن د کابل په سرپټې روزنیزه کرکټ اکاډمۍ کې له (الف) کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو وروستۍ فیزیکي ازموینه واخیسته.
د افغان کرکټ بورډ درسنیو څانګی مسوول فرید هوتک سلام وطندار راډیو ته وویل چې دغه ازموینه د کرکټ ملي لوبډلې د روزونکي (جیسن) لخوا واخیستل شوه چی پکښی نیږدی 25 لوبغاړو برخه اخیستی وه.
ښاغلي هوتک وویل چی “د دی ازموینی په ترڅ کی د ګډون کوونکو لوبغاړو هر اړخیزی فیزیکي وړتیاوی وارزول شوی او ورته اړینی مشوری ورکړل شوی”
د نوموړي په وینا، افغان کرکټ بورډ له دوه اونیو راهیسی د ننګرهارولایت په غازي امان الله خان کرکټ نړیوال لوبغالي کی د خپلی (الف) کرکټ ملي لوبډلې د ټاکلو له پاره بیلا بیل تمرینات او ازموینې پیل کړې وې چی نن(سه شنبه دسلواغې ۷) پای ته ورسیدی.
د هوتک د معلوماتو له مخې ټاکل شوې چې له څېړنوړ وروسته سبا(چهار شنبه دسلواغې ۸) د روزونکو ټاکونکې ډلګۍ الف لوبډلې له پارا۲۰ کسیزه کرکټ لوبډله اعلان کړي.
د الف کرکټ لوبډلې له پاره افغان کرکټ بورډ د ۲۰۱۰ کال اګست په میاشت کې هڅې پېل کړې وې.
د بیلابیلو زونونو له لوبډلو یې ۵۰ لوبغاړي غوره کړل او وروسته له تمریناتو او سیاليو یې ترې ۳۰ لوبغاړي غوره کړل.
خو دافغانستان دکرکټ څارونکو په کرکټ بورډ نیوکې کړي، چې له ملي، نړیوالې لوبډلې پرته نور کرکټ ته جدي پاملرنه نه کوي.
دوي وايي کورنی کرکټ پیاوړی کول دافغانستان دکرکټ راتلونکي له پاره ډير اړین دی.