د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم زرګونو پلویانو دا ۱۲مه ورځ ده چې لاریون کوي. اعتراض کوونکي نن ورځ (شنبه) د شبرغان ښار واټونو ته راووتل او د نظامالدین قیصاري د راخوشې کولو غوښتنه یې وکړه.
اعتراض کوونکي له نړۍوالې ټولنې غواړي د یو حقیقت موندونکي پلاوي په استولو سره د نظامالدین قیصاري نیولو موضوع له نږدې وڅېړي او هېواد ته د جنرال دوستم ستنېدو لهپاره زمینه برابره کړي.
د جوزجان د ځوانانو جنبش مرستیال حمیدالله بشردوست او دغهراز یو دیني عالم مولوي ګل رحمان وویل، په جدیت سره غواړي چې جنرال دوستم هېواد ته راستون شي او مرکزي حکومت قیصاري راخوشې کړي. دوی وايي، څنګه یې چې نن ورځ د ولایت مقام دروازه وتړلې دغه ډول ارګ هم تړلی شي. خبرداری ورکوي، که غوښتنې یې ونهمنل شي؛ له دې به پراخ لاریونونه وکړي.
د جوزجان د والي ویاند محمدرضا غفوري هم وايي، د ولایت ودانۍ دروازه د اعتراض کوونکیو له لوري تړل شوې او د ولایت کارکوونکي خپلو دفترونو ته نهدي تللي.
په تخار ولایت کې هم د جنرال دوستم زرګونه پلویان راټول شوي او د ولسمشر او د سیمهییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مشر متین بیګ انځورونو ته یې اور ورته کړی دی.
هغوی په پل بنګي او پل کوکچه کې د کندوز – تخار لویه لار چې شپږ ولسوالۍ د تخار مرکز سره نښلوي وتړله.
دغهراز په فاریاب او سرپل ولایتونو کې هم زرګونو اعتراض کوونکیو سړکونه او ښارونه وتړل او پرته له کوم شرط څخه یې د نظامالدین قیصاري خوشې کولو غوښتنه وکړه.
بشیراحمد او فیضي چې کفن یې اغوښتی وايي، غواړي دولتي چارواکي پوه شي چې د عدالت ټينګښت لهپاره به له خپل ژونده تېر شي.
خو د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وايي، ولسمشر اشرف غني د فاریاب والي سره خبرې کړي او د ټولو اعتراض کوونکیو ستونزې یې راټولې کړې دي.
په فاریاب، جوزجان، سرپل او تخار ولایتونو کې اعتراضونه، ټولنیزو شبکو کې د یوې ویډیو له خپرېدو وروسته زیات شول؛ په دغې ویډیو کې امنیتي ځواکونه د نظامالدین قیصاري کسان په بېرحمۍ سره وهي او ورته سپکاوی کوي.