د مشرانو جرګې لومړي نایب محمد عالم ایزدیار په نننۍ غونډه کې وویل، چې په پام کې ده سبا چهارشنبه (ډسمبر۹مه) افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اسیا د زړه هېوادونو د کنفرانس په څنډه کې له پاکستاني لوړ پوړو چارواکو سره د سولې خبرو اترو د بیا پېلېدو په باب هم خبرې اترې وکړي.
نوموړي زیاته کړه، چې افغان حکومت باید دا ځل په ډېر دقت او خورا تدبیر سره له پاکستان سره دغه خبرې اترې پېل کړي.
د هغه په خبره افغان حکومت لکه د ملاعمر د مرګ په شان یوځل بیا د پاکستان پر مکر او فریب و نه غولیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت رسماً اعلام وکړ، چې د اسیا زړه هېوادونو په کنفرانس کې به د سولې په اړه هيڅ راز خبرې اترې نه کيږي.
له بل لوري د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار وویل، چې په دغه کنفرانس کې د نړۍ لوړ پوړي چارواکي ګډون کوي او افغان حکومت باید د پاکستان د مداخلې په اړه له کره اسنادو سره دغه هېواد ته ستون شي، ترڅو د نړۍ هېوادونه په دې قانع کړي، چې پاکستان د افغانستان په داخلې چارو کې لاسوهنې کوي.
د ویلو ده، چې تېره ورځ ولسمشر غني له اروپا څخه د خپل سفر په باب رسنيو ته د توضیحاتو ورکولو په غونډه کې هم وویل، چې له پاکستان سره افغان حکومت په دې وروستيو کې د سيمې په کچه یو روښانه سیاست غوره کړی او افغان حکومت له هغه چا سره غواړي خبرې اترې وکړي، چې جدي ستونزه ورسره لري.