د ازبکستان وړاندیز؛ له طالبانو سره په سمرقند کې خبرې وکړئ

ولسمشرۍ ماڼې په یوې خپرې کړې خبرپاڼې کې لیکلي چې ولسمشر محمداشرف غني د ازبکستان له لوړپوړي پلاوي سره په ارګ کې ولیدل.

د خبرپاڼې له مخې، د ازبکستان د ملي امنیت سلاکار ویکتور محمودوف او د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف چې په دغه پلاوي کې وو، له ولسمشر غني غوښتي، که طالبان له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو اترو ته تیار وي، ازبکستان ته تیار دی چې د یادو خبرو اترو کوربه‌توب په سمرقند تاریخي ښار کې وکړي.

دغه راز په خبرپاڼې کې د ولسمشر له قوله لیکل شوي چې محمداشرف غني د ازبکستان د وړاندیز هرکلی کړی او یاد ښار یې د افغانستان او ازبکستان ګډ فرهنګي میراث بللی دی.

د سمرقند ښار د اوږد تاریخ لرلو له کبله د منځنۍ اسیا هېوادونو د اوسېدونکیو په منځ کې په یوه فرهنګي مرکز پېژندل کېږي.

د شوکت میرزیایوف په مشرۍ د ازبکستان حکومت په افغان سولې پروسه کې د همکارۍ لپاره ډېره لېوالتیا لري. ازبکستان تر دې مخکې اعلان کړی و چې تیار دی په بې طرفه توګه د سولې په خبرو اترو کې رول ولوبوي.

اړوند مطالب:

ازبکستان ته د افغانستان صادرات به یونیم برابر شي

ازبکستان: په افغانستان کې پانګونه کوو

په شمال کې د طاهر یولداش زوی سلګونه ازبکستاني کورنۍ ځای پر ځای کړي

حکومت داسې مهال د سولې خبرو اترو د کوربه‌توب هرکلی کوي چې وسله‌والو طالبانو تر اوسه له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو اترو لپاره هېڅ لېوالتیا نه‌ده ښودلې.
هغوی افغان حکومت د امریکا متحده ایالاتو له لوري جوړ شوی حکومت یادوي او همدا لامل دی چې د سولې خبرې ورسره نه کوي.

بله‌خوا د راپورونو له مخې، افغان حکومت د قطر خبرو اترو د نوي پړاو له پیلېدو سره سم له طالبانو سره د یوه پراخ او هراړخیز مرکچي پلاوي پر جوړولو بوخت دی. تراوسه د دغه بهیر جزیات نه‌دي خپاره شوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام