د ارګ په څو کیلو مټرۍ کې د طالبانو نظامي پرېډ

د کابل ولایت قره باغ ولسوالۍ ځينې اوسيدونکي وايي، چې په دغه ولسوالۍ کې د طالبانو فعالیتونه زیات شوي او دوی له پاره يې ژوند تریخ کړی دی.

دوی وايي، چې وسله وال طالبان د شپې له خوا شبنامې خپروي او دولتي کارکوونکي مجبوروي، چې خپلې وظیفې پريږدي.

د قره باغ یو تن اوسېدونکی د شاه مقصود په نامه وايي، چې د دغه ولسوالۍ ځينې اوسيدونکي د طالبانو د ګواښونو له امله خپل کلي پرې ايښي دي.

طالبان د قره باغ له اوسيدونکو غواړي، چې له دوی سره يوځای شي او د دولت له ملاتړه دې لاس واخلي.

دغه اوسيدونکي له حکومته غواړي، چې د طالبانو د فعالیت مخه دې ونیسي.

له بل لوري سیمه ییز چارواکي هم په قره باغ ولسوالۍ کې د طالبانو حضور تایدوي.

د قره باغ ولسوال سمیع شریفي سلام وطندار ته وویل، چې وسله وال طالبان په دغه ولسوالۍ کې مشخص مرکز نه لري، خو د شپې له خوا ډلې ډلې ګرځي او خلک ځوروي.

قره باغ د کابل یو له هغو ولسوالیو بلل کيږي، چې د کابل ـ پروان پر لویه لاره پرته ده او ددغه ولسوالۍ ناامن وضعیت به د دغو ولایتونو پر مسافرانو منفي اغیز وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام