د اروپا فوټبال جام سیالۍ نیمه پای لوبو ته ورسېدې

د فرانسې په کوربتوب ۱۵م پړاو فوټبال جام سیالۍ څلورم سیمي فاینل پړاو ته ورسېدلې، چې لا هم د اتلولۍ ګټلو چانس لري.

د فرانسې لوبډله وروستۍ هغه وه، چې ایسلینډ ته په ماتې ورکولو سره یې د نړیوال جام اتلې سرسختې سیالې المان فوټبال ملي لوبډلې پر خلاف د روان جام نیمه پای لوبو ته لاره پیدا کړه.

فرانسې د بېګا شپې په وروستۍ (کوارټر فاینل) لوبه کې چې ډېر ګولونه په کې ووهل شول؛ ۵ د ۲ ګولونو په وړاندې ایسلینډ ته ماتې ورکړه او په دې سره یې د یادې لوبډلې سفر پای ته ورسولو.

د فرانسې له پاره جیروډ دوه خو پوګبا، پایټ او ګریزمین یو – یو ګول وکړ، خو د ایسلینډ له پاره سایټروسن او بېجارناسن ګولونه ووهل.

فرانسه د اروپا فوټبال جام په تاریخ کې لومړۍ لوبډله ده، چې د سیالۍ په لومړۍ نیمایي کې یې ۴ ګولونو ووهل او دغه راز په سترو فوټبال جامونو کې یې له تیرو ۱۷ نړیوالو سیالیو راپه دې خوا هېڅ ماتې نه ده خوړلې، چې ۱۵ لوبې یې ګټلي او ۲ لوبې یې مساوي پای ته رسولې دي.

بل خوا د ایسلینډ فوټبال ملي لوبډلې بیا انګلستان فوټبال ملي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د فرانسې پر خلاف کوارټرفاینل ته لاره پیدا کړې وه او په خپلو لوبو یې نه یوازې د خپل هېواد، بلکې په نړیواله کچه زړونه وګټل.

د اروپا فوټبال جام سیالیو د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې چې پرتګال او ویلز او فرانسه او المان به په نیمه پای لوبو کې فاینل ته د رسېدو له پاره ولوبېږي.

د ورکړل شوي مهالوېش له مخې به د روانې جولای میاشتې پر ۶ مه نېټه د افغانستان پر وخت د شپې ۱۱ نیمې بجې پرتګال فاینل ته د رسېدو په پار له ویلز سره او د جولای پر ۷ مه نېټه المان له کوربه فرانسې فوټبال ملي لوبډلې سره دویمه نیمه پای لوبه وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام