د۹۰یمې لسیزې تنظیمي جګړې او د زیبا ګل د ژوند ترخې شېبې

زبیا ګل د ژوند له ترخو کیسه کوي او وايي، په ۱۷کلنۍ کې یې د حزب اسلامي له یوغړي سره واده وکړ؛ یوازې یې له یو بل سره د ژوند څلور کلونه ګډ تېر کړل او په کورنیو جګړو کې یې خاوند ووژل شو.

مېرمن زیبا ګل وايي، په جنګونو کې یې هرڅه له لاسه ورکړل او د مېړه له مړینې وروسته له خپلو دوو کوچنیو لوڼو سره کابل ته ورکډه شول.

دردېدلې زیبا ګل له خپل دویم واده هم ښې خاطرې نه لري او دا ځل یې د جعیت اسلامي له غړي سره واده وکړ؛ د ژوند د خوشالیو غوټۍ یې لا نه وه سپړېدلې، چې تنظیمې جنګونو کونډه کړه.

نوموړې کیسه کوي، چې له دویم خاوند څخه د دوو نورو اولادونو مور شوه او زوی یې د ۱۶ ورځو و، چې پلار یې ومړ.

د مېرمن زیبا ګل دویم خاوند یو نظامي شخص و او د اختر په شپه د خپل معاش د راخیستلو له پاره تللی و، چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي وسله والو له خوا ونیول شو او تراوسه تری تم دی.

د دې مېرمنې په خبره، ۲۲ کاله کېږي، چې کونډه شوې.

دغه ګونډه وايي، د خپلو ماشومانو د یوې ډوډۍ روزۍ ګټلو له پاره په دولتي ادارو کې د خدمې په ډول کار کوي او په دې وروستیو کې په یو دفتر کې د مېرمنو د تلاشي کولو مسووله ده.

زیبا ګل وايي، تنظیمي جګړو یې دوه ځلې کور وران کړ او له حکومت غواړي، د دې جنګونو عاملین محاکمه کړي.

مېرمن زیبا ګل د حکمتیار له پخلاینې وېره لري او وايي، که بیا ځلي تنظیمي جنګونه پیل شي زره ګونه مېرمنې به کونډې او کورونه به یې در په در شي.

د نوموړې په باور هېڅکله دوه دوښمنان سره نه یوځای کېږي.

زبیا ګل د خپلو اولادونو د راتلونکي په اړه په داسې حال کې اندېښنه کوي، چې یو ځل یې په کورنیو نښتو کې د ژوند ملګري او  کور له لاسه ورکړي او نه غواړي چې دا ځل یې د لاس په تڼاکو جوړ کړی کور ویجاړ شي.

په افغانستان د نوییمې لسیزې کورنیو جګړو په ځانګړي ډول کابل ښار کې د درنو اقتصادي زیانو تر څنګ زرګونه بېګناه انسان ووژل او بلاخره یې د طالبانو را تګ ته زمینه برابره کړه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام