سلام وطندار | آرشیو
فارسی
|
پشتو
|
ازبیکی
|
ENG
دولت ځدران له شاهد افريدي او ملینګا نه مخکې د کال پنځم نړېوال بالر شو
سلام وطندار | آرشیو |
چهارشنبه، 30 دسامبر 2015
د افغانستان د کرکټ ملي ټيم لوبغاړي دولت ځدران د پاکستان تکړه توپ اچونکی شاهد افريدی او ملینګا شاته پرېښي او په نړېواله کچه د کرکټ په برخه کې د روان کال پنځم بالر ټاکل شوی دی.
د کرکټ نړیوالې شورا له خوا د ۲۰۱۵ م ز کال غوره شل اوریزه لوبو بالرانو نوملړ خپور شوی دی، چې په کې افغان تیزبالر دولت ځدران پنځم مقام خپل کړی دی.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، چې دولت ځدران په ۲۰۱۵ م ز کال کې ټولټال ۸ شل اوریزه لوبو کې د افغانستان له پاره لوبې ترسره کړې دي او په دغو لوبو کې توانېدلی، چې ۱۳ ویکټې واخلي.
په نړیواله کچه د پنځم مقام خپلولو ترڅنګ دولت ځدران بیا د افغانستان له خوا روان ۲۰۱۵ م ز کال کې د شل اوریزه لوبو غوره او لومړی مقام ترلاسه کوونکی لوبغاړی ټاکل شوی دی.
دولت ځدران روان کال د دغه مقام خپلولو سره په ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې د وهاب ریاض ، شاهد افریدي، ملینګا، عمران طاهر او ډیون براوو په څیر لوبغاړي هم شاته پریښي.
به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print
این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.
بازگشت به وبسایت اصلی
مطالب مشابه:
د فوټبال ملي لوبډله له بنکاک څخه ایران ته ورسېده
09/04/2015
بارسلونا سره د لوبې برابرېدو د ولنسیا د یوه مینه وال ژوند واخیست
12/06/2015
ټسټ کرېکټ د راشد خان او انګلیستان ترمنځ خنډ!
07/02/2017
جهانسپورټ د کابل والیبال جام اتلولي وګټله
08/05/2018
سنګاکارا د مسلکي کرېکټ ۱۰۰ سلیزه جوړه کړله
06/14/2017
افغانستان نن له سکاټلینډ سره د کرکټ لوبه کوي
07/03/2016
اخبار و گزارشهای سلام وطندار را از شبکههای اجتماعی دنبال کنید:
فیسبوک
توییتر
تلگرام