د طالبانو یو قوماندان ملاغفار – چې په توفان مشهور دی او نن له خپلو ۲۰ وسلهوالو کسانو سره له دولت سره یوځای شو – وايي، ځېنې حکومتي چارواکي له طالبانو سره همکاري کوي او د بادغېس د قادس ولسوالۍ ځېنې برخې یې پر طالبانو پلورلي دي.
د نوموړي په وینا، د اجرایوي ریاست سلاکار او د بادغیس د والي پخوانی مرستیال آمرعبدالغنيخان صابري، د بادغیس ولایت د عامهنظم د لوا پخوانی قوماندان او د ولسي جرګې ټاکنو ته احتمالي نوماند امیرشاهخان نایبزاده، د دې ولایت د سولې ټینګښت رییس حاجي عبدالخلیل اڅکزی او د زوري قوممشر ملا عبدالرحمان هغه کسان دي چې له طالبانو سره لاس لري او د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ ځېنې برخې پرې خرڅې کړېدي.
د طالبانو دغه تسلیم شوي کسان ادعا کوي چې په هغو څو غونډو کې یې ګډون کړی چې د بادغېس ولایت ځېنې برخې پهکې طالبانو ته پرېښودل شوېدي.
نوموړی خبرداری ورکوي، که دا کسان په حکومت کې وي، بادغېس به د ارام ساه وانهخلي.
خو د بادغېس د سولې ټینګښت شورا رییس حاجي خلیل اڅکزي سلاموطندار سره په خبرو کې دا تورونه بېبنسټه بللي او محکمه کې یې د دې تورونو په اړه د سپیناوي لهپاره تیاری ښودلی دی.
د اڅکزي په وینا، د طالبانو تسلیم شوی قوماندان رواني ناروغ دی او په تېرو کلونو کې هم د امنیتي ځواکونو په تېراېستلو سره د سولې له پروسې سره یوځای شوی و.
بلهخوا د بادغېس د عامه نظم لوا پخوانی قوماندان او د ولسي جرګې ټاکنو ته نوماند امیرشاهخان نایبزاده هم دا تورونه ردوي او وايي، حاضر دی چې محکمه کې یې ورته ځواب ووایي.
په همدې حال کې د بادغیس د والي ویاند جمشېد شهابي وايي چې د تسلیم شوي طالبقوماندان خبرې یوازې تور دی او د موضوع د سپیناوي لهپاره څېړنې روانې دي.
موږ وغوښتل چې د اجرایوي ریاست سلاکار او د بادغیس د والي پخواني مرستیال آمر عبدالغنيخان صابري او د زوري قوم مشر ملاعبدالرحمان نظر هم واخلو؛ خو له پرلهپسې اړیکو سره سره ونه توانېدو.