د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدلرشید دوستم طالبانو ته خبرداری ورکړی، که خپلې وسلې پر ځمکه کې نه ږدي، نو و به وژل شي.
دوستم له څوو ورځو را هیسې د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې ده او وايي، چې وسله وال طالبان د تېښتې په حال کې دي.
نوموړي یو ځل بیا له وسله والو طالبانو و غوښتل، چې له جګړې دې لاس واخلي.
راپورونه وايي، چې دوستم فاریاب ته د امنیتي ځواکونو د جګړه ییز مرال د پیاوړتیا له پاره تللی دی.
جنرال دوستم وايي، چې دی یو کال وړاندې د ملاعمر له مړینې خبر و او زیاتوي، چې نړېوال د ملاعمر قاتلان پېژني.
دی وايي، چې له دې وروسته د طالبانو جکړه دا په ډاګه کوي، چې د دوی د جکړې رهبري د چا په لاس کې ده.
تېره اوونۍ افغان حکومت تائید کړه، چې د طالبانو رهبر ملاعمر دوکاله وړاندې وژل شوی دی.
د دې خبر له تائید وروسته ملااختر محمد منصور د طالبانو مشرۍ په غاړه واخیسته او په یوه غږیز پیغام کې یې له خپلو جنګیالیو د "جهاد" د دوام غوښتنه وکړه او له دوی یې غوښتني چې د خپل منځي اختلاف نه دې تېر شي.
د ملامنصور د دغه غږیز پیغام په ځواب کې دوستم وویل، چې جهاد تاسو ته نه بلکې مااو افغان امنیتي ځواکونو ته فرض دی.
دوستم زیاته کړه، چې ملامنصور له هېواده د باندې کس دی او افغان امنیتي ځواکونه د دې هېواد د ناموس ساتندویان دي.
نوموړي د افغان امنیتي ځواکونو یو شمېر افسرانو او سرتېرو ته مډالونه هم ورکړل.
له بل لوري لوی درستیز قدم شاه شهیم فاریاب ولایت ته تللی و او د یاد ولایت د "درېيم شمشیر" په نوم عملیات چې په المار، قیصار او پښتون کوټ ولسوالیو کې پیل شوي دي له نږدې څاري.
شهیم د دې عملیاتو په اړه وویل، چې تر دې مهاله په دې عملیاتو کې ۳۰۰ طالبان وژل شوي او په لسګونه بهرني ازبک جنګیالي ټپیان وژل شوي دي.
په فاریاب ولایت کې د طالبانو د بریدونو زیاتېدل د دې لامل شو، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړی مرستیال یاد ولایت ته لاړ شي.
د ولسمشر لومړی مرستیال له څوو ورځو راهیسې د هېواد په شمال کې استوګن دی او ویل کیږي، چې په فاریاب کې د طالبانو له بشپړې ماتې وروسته پلازمېنې ته راستنیږي.