دوستم: زما کور د هیڅ یو امنیتي ارګان له لوري نه‌دی کلابند شوی

د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم وايي، چې دی په کابل کې د هیڅ یو امنیتي ارګان له لوري نه دی کلابند شوی.

له تېرې شپې راهیسې اوازې وې، چې ګني د ولسمشر دویم مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم کور د امنیتي ځواکونو له لوري کلابند شوی دی.

دغه اوازه په ټولنیزو رسنیو کې وروسته له هغه ګرمه شوه، چې د کابل ښار په شیرپور سیمه کې د ده د کور شاوخوا امنیتي ځواکونه لیدل کېدل او ځينې لارې هم د ترافیکو پرمخ بنده وه.

وروسته له هغه بیا د ځينو معتبرو رسنیو له لوري راپورونه خپاره شول، چې عبدالرشید دوستم د کابل ګارنیزیون له‌خوا په خپل کور کې کلابند شوی دی.

ځينې راپورونه خپاره شول، چې د نوموړي کور د درېيو لاملونو له وجې کلابند شوی دی.

لومړی دا، چې دوستم د حکومت له لوري د ایشچي د قضیې په اړه ځواب نه‌دی ورکړی.

دویم: تېره ورځ دوستم صدارت ته د زیاتو ځواکونو سره ورغلی و.

او درېيم دا، چې له هغو ۷ تنو، چې پر ایشچي د جنسي تيري تور پرې دی څېړنې نه‌دي شوي او د دوستم له نږدې کسانو څخه دی.

دغه او ځينې نور موضوعات د ولسمشر لومړی مرستیال مجبور کړ، چې وروسته له زیاتو وختونو نن شپه ناوخته مطبوعاتي کنفرانس ولري او د دغو اوازو په اړه خلکو ته وضاحت ورکړي.

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم رسنیو ته زیاته کړه، چې نه له ولسمشر محمد اشرف غني سره کوم اختلاف لري او نه یې هم کور محاصره شوی و.

هغه نن نن ماښام ناوخته په خپلو ویناو کې دغه رپوټونه دروغ وبلل او ویې ویل هغه کسان غواړي د حکومت مشرانو تر منځ اختلاف رامنځته کړي او پر وینا يې دا د افغانستان دښمنانو کار دی.

د عبدالرشید دوستم پر وینا، هلته په سیمه کې څه امنیتي مسایل وو، چې د حل له‌پاره یې افغان ځواکونه سیمې ته تللې وو، نه د نوموړي د کلابندۍ له‌پاره.

هغه وايي: " د کور کلابندي مې یوه دسیسه ده".

د ولسمشر لومړي مرستیال پر ځینو ځايي رسنیو هم نیوکه وکړه، چې د نوموړي په وینا ګنګوسي خپروي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام