دوامداره اوربند ته رسېدل دې د بین‌الافغاني خبرو اصلي برخه شي

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان، امریکا او روسیې په ګډه درې‌اړخیزه غونډه کې چې پرون جوړه شوه، د بین‌الافغاني خبرو اترو د پیل لپاره د طالب بندیان د خوشې کولو هرکلی وشو او له طالبانو وغوښتل شول چې دغو اقداماتو ته درناوی وکړي.

بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست وزیر محمدحنیف اتمر، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د ویډیويي کنفرانس له لارې پر افغان سولې غږېدلي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د غونډې ښکېلو لوریو له طالبانو غوښتي چې د بین‌الافغاني خبرو اترو د پیل او باور جوړونې لپاره تاوتریخوالی کم کړي. په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې ګډونوالو د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره د افغان دولت او طالبانو د چمتووالي هرکلی کړی او زیاته کړې ده چې د راتلونکو پړاوونو لپاره باید د مرکچي پلاوي د ټیمونو ترمنځ یوه ګډه غونډه جوړه شي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د غونډې ګډونوالو ویلي چې د سولې هوکړه‌لیک له مخې باید دوامداره اوربند له پیله د بین‌الافغاني خبرو اترو اصلي برخه شي.

دا درې‌اړخیزه غونډه داسې مهال جوړېږي چې د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په یوه ټویټ کې لیکلي چې ټاکل شوې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ لومړنۍ غونډه په دوحه کې جوړه شي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي و چې د سیمې او نړۍ هېوادونه سولې ته د رسېدو لپاره د افغانستان ملاتړ کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام