د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستیال عبدالجبار قهرمان وايي، چې هلمند ولایت ته د امريکايي ځواکونو ورتګ به د دغه ولایت پر امنیت خورا مثبت اغیز وکړي او " موږ ورته هرکلی وايو".
نوموړي په داسې حال کې هلمند ته له امريکايي ځواکونو خوخښ دی، چې ګارډين ورځپاڼې په خپل راپور کې ليکلي وو، چې د روان ۲۰۱۶م ز کال د فبرورۍ میاشتې تر وروستۍ پورې به ۸۰۰ امريکايي سرتیري هلمند ولایت ته واستول شي او دنده به يې هم د افغان ځواکونو د پوځي مهارتونو لوړول ملاتړ او مشوره وي.
د ملي دفاع وزارت مرستیال سلام وطندار سره د خبرو پر مهال زیاته کړه، چې هلمند کې کورني امنيتي او دفاعي ځواکونه په کافي اندازه دي، په لوړ مورال سره جنګيږي او پوره کاري وړتیا هم لري، خو په وينا يې سره له دې هم تر يوه وخته پورې نړېوالو ځواکونو تسلیحاتي او لوژستيکي امکاناتود ته اړتیا لري، ترڅو په خپلو پښو ودريږي.
نوموړي زیاته کړه، چې له امريکايي ځواکونو څخه به د افغان قوتونو د حمايې او مشورې ترکچې پورې استفاده وشي.
په همدې حال کې د هلمند د مدني ټولنې غړی حمدالله هم د امريکايي ځواکونو ورتګ ته هرکلی وايي او هیله مندي ښيي، چې د امنیت په راوستو به مثبت اغیز وکړي.
خو د چارو شنونکی عبدالغفارګردیزی بیا وایي، چې هلمند او یا بل کوم ولایت ته امنیتي ستونزې د بهرنیو ځواکونو په ورتګ سره نه حليږي.
هغه وايي، چې څوکاله امريکايي او بریتانیوي ځواکونه په هلمند کې میشت وو، خو هيڅ څه يې هم و نه شوای کړای، نو همداسې د دوی ورتګ به هم بې ګټې وي.
د نوموړي پر خبره، په افغانستان کې هر څه اګاهانه پر مخ ځي او د جنګ دوام او درېدل دواړه د امريکایانو په لاس کې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې اوس هم په هلمند ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه دوام لري.