دفاع وزارت تېر کال له ۳ زرو ډېر کسان تنقیص کړي

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد او د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مسعود اندرابي نن ملت ته د حکومت د ځواب ویلو په پروګرام کې د یادو وزارتونو د تېر کال لاسته‌راوړنې او د روان کال پلانونه وړاندې کړل.

د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد وویل چې تېر کال یې د تشکیلاتي تورم او د موازي برخو له امله په کابل کې د دغه وزارت له قرارګاه او قطعاتو نه څه باندې ۳ زره او ۷۰۰ کسان تنقیص کړي دي.

د خالد په خبره، په دفاع وزارت کې د ملکي کولو بهیر روان دی او تر اوسه ۲ زره او ۹۴۷ ملکي بستونه تعدیل او ملکي وګړي په یادو بستونو کې ګومارل شوي دي.

خالد زیاتوي، د هوايي ځواک پیاوړتیا او دوه برابره کول د دفاع وزارت له لومړيتوبونو نه دی او همداراز د پوځ ځوانول هم د دغه وزارت د پروګرامونو په سر کې ځای لري.

د نوموړي په خبره، د مالي سرچینو برېښنايي مدیریت د دغه وزارت یو بل لومړیتوب دی چې په بشپړېدو سره به یې د پرسونل د سلیقه‌يي ترفېعاتو او تبدیلیو مخه نیول کېږي او د معاشونو پر وخت نه رسېدو او د پرسونل د حاضرۍ د څار ستونزه به هم ورسره هواره شي.

اسدالله خالد د طالبانو له لوري د جګړې فشار د سولې په بهیر کې د امتیاز او اقتصادي پروژو ترلاسه کولو لپاره وباله، خو ډاډ یې ورکړ چې ډېر ژر به د له لاسه وتلو سیمو بېرته نیولو لپاره عملیات پیل شي.

په همدې حال کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي وویل، له اداري فساد سره د مبارزې لپاره د دغه وزارت د کورني امنیت ریاست تازه خپلې چارې پیل کړي چې د    جوړېدو موخه یې له اداري فساد سره مبارزه، د ملي پولیسو په لیکو کې د فاسدو کسانو په نښه کول او د هغوی افشا کول دي.

اړوند مطالب:

اسدالله خالد د امریکا د دفاع سرپرست وزیر سره ولیدل

ولسي جرګه پر اسدالله خالد پوري شوي تورونه بې‌بنسټه بولي

د نوموړي په وینا، یاد وزارت په تېر کال کې له ۷ زرو نه د ډېرو وسلو جوازونه لغوه کړي او د زرهي موټرو د تګ‌راتګ د مخنیوي لپاره یې هم تدابیر نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه د هېواد په ډېرو ولایتونو کې دوام لري او طالبانو هم خپل بریدونه د دولت تر کنټرول لاندې سیمو کې ډېر کړي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام