دفاعي ځواکونو فاریاب کې ۲ قرارګاوې او ۲۸ پوستې خوشې کړي

 د فاریاب ولایتي شورا غړي وايي، دفاعي ځواکونو دې ولایت کې میمنې ـ هرات پر لویه لاره د المار او قیصار ولسوالۍ په اوږدو کې خپلې قرارګاوې او پوستې خوشې کړي او د ولسوالیو په مرکزونو کې ځای پرځای شوي دي.

د فاریاب ولایتي شورا مرستیال صبغت‌الله سېلاب سلام‌وطندار سره د خبرو پرمهال دا د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې جګړه‌ییزې تګلارې برخه بولي چې د ده په باور، له مخې یې امنیتي ځواکونه هغه سیمې چې لږ نفوس ولري، پرېږدي او په ښارونو کې ځای پرځای کېږي.

په همدې حال کې د قیصار ولسوالۍ ولسوال حاجي رحمت‌الله هم مني چې دفاعي او امنیتي ځواکونو په یاده سیمه کې خپلې قرارګاوې او پوستې خوشې کړي دي.

خو د لوی درستیز مرستیال عبدالحمید حمید په‌دې اړه سلام‌وطندار ته وویل چې یادې سیمې یې د حکومت په لارښوونه د دفاعي ځواکونو د مرګ‌ژوبلې مخنیوي او د ولسوالیو د مرکزونو ساتلو په موخه خوشې کړي دي.

د نوموړي په وینا، په هغو سیمو کې یې چې مخکې قرارګاوې او پوستې لرلې، بې‌ځایه وې.

د میمنې ـ هرات لویې لارې په اوږدو کې د فاریاب غورماچ، قیصار او المار ولسوالۍ دي چې په ۲۰ ورځو کې ۱۵۰ امنیتي او دفاعي ځواکونه وژل شوي، ټپیان او یا هم وسله‌والو طالبانو نیولي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام