درې افغان لوبغاړي په سریلانکا کې د افغانستان خلاف لوبېږي

  پاکستانۍ ۱۹ کلنې کرکټ لوبډلې کې د کونړ، ننګرهار او نورستان ولایتونو ۳ افغان لوبغاړي شامل دي

ټاکل شوې ده، د افغانستان ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله راتلونکې میاشت د ۱۹ کلنو په ۵۰ اوریزو (اسیا جام) کرکټ ټورنمېنټ کې ګډون وکړي، چې د ۳ افغان لوبغاړیو په ګډون به په دغه لوبډله کې پاکستانۍ لوبډله هم ګډون ولري.

د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د ډېسمبر پر ۱۵ مه نېټه پیلېدونکیو سیالیو مهالوېش او لوبډلو وېش اعلان شو، چې افغان ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله به په کې په (ب) ګروپ کی لوبې وکړي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په دې سیالیو کې د افغانستان ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې تر څنګ د پاکستان، بنګله دېش، هندوستان، مالیزیا، سریلانکا، نیپال او سنګاپور لوبډلې هم برخه لري.

د اعلان شوي مهالوېش له مخی به افغان ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله خپله لومړۍ سیالي د ډېسمبر میاشتې پر ۱۵ مه نېټه له بنګله دېشۍ ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې سره وکړي.

دغه راز د دې سیالیو په دوام به افغان ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله د ډېسمبر پر ۱۶ م له پاکستان او د ډېسمبر پر ۱۸ م له سنګاپور لوبډلې سره سیالي وکړي.

افغان ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډلې له نږدې یوې میاشتې راهیسي دغو سیالیو ته د ښه چمتووالي په موخه د هندوستان په (ممبۍ) کې په تمریناتو بوخته ده.

د افغانستان ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله به په هندوستان کې له تمریناتو او له ۶ تمریني سیالیو وروسته د ډېسمبر پر ۸ مه نېټه سریلانکا ته روانه شي.

افغان ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله خپله لومړۍ سیالي د ډېسمبر میاشتې پر ۱۵ مه نېټه له بنګله دېشۍ ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې سره وکړي    

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په پاکستانۍ اعلان شوې ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې کې بیا ۸ پښتانه لوبغاړي اخیستل شوي، چې د کونړ، ننګرهار او نورستان ۳ افغان لوبغاړي هم په کې شامل دي، چې د نومونو اخیستل یې ښایي د کرکټ راتلونکې ته زیان ورسوي.

ویل کېږي، په پاکستانۍ ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې کې غوره شويو ۳ افغان لوبغاړیو د افغانستان په کورني کرکټ کی د لوبېدو هڅې کړي؛ خو چانس نه دی ورکړل شوی؛ ځکه یې نو د پاکستان له پاره د لوبېدو پرېکړه کړیده.

په دې اړه د افغانستان کرکټ بورډ مرستیال حاجي عزیزالله فضلي سلام وطندار ته وویل، دوی به د دغو ۳ لوبغاړيو د ریکارډ څېړنه وکړي، چې په ریښتیا هم افغانستان ته د ازموینې له پاره راغلي وو او که نه او که استعداد ته یې پاملرنه نه وه شوی. د ده په خبره په دې اړه به له مسوولو چارواکیو څخه په دی اړه ځواب وغواړي.

فضلي خوښي وښوده، چې د افغانستان د کرکټ استعداد اوس د نورو هېوادونو په ګټه هم کارول کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام