د روڼتیا څار بنسټ، د یوې سروې موندنې ښيي چې په مرکز کې د ملي بودېجې جوړول د ټولو خلکو غوښتنې نه شي پوره کولای.
دا سروې د ۳ میاشتو په موده کې په کابل، ننګرهار، هرات او بلخ ولایتونو کې ترسره شوې ده.
د افغانستان د روڼتيا څار سازمان مشر اکرام افضلي د پانجشنبې په ورځ( داپرېل ۳۰مه) د دې سروې خپرولو پر مهال وویل چې، د افغانستان بوديجه نمايشي بڼه لري؛ ځکه د جوړېدو پر مهال يې د خلکو، استازو او مدني ټولنو غوښتنې نه اخيستل کيږي.
ښاغلي افضلي زیاته کړه، چې د بوديجې په اړه ټولې پرېکړې په کابل کې کيږي او دغه سيستم تر ډېره د خلکو غوښتنو ته ځواب نه شي ويلى.
ښاغلي افضلي وړاندې وویل، چې خلکو ته دې د حکومتوالۍ، قوانینو او تګلارو جوړولو ترڅنګ د بودېجې په اړه پرېکړو کې ونډه ورکړل شي.