داځل به د “کیک بوکسنګ” په اسيايي سیاليو کې یوه افغانه نجلۍ هم د سيالۍ ډګر ته ووځي

په پام کې ده، چې د کیک بوکسنګ په اسيايي سياليو کې داځل یوه افغانه نجلۍ هم سره له څلورو نورو نارینه وو ورزشکارانو ګډون وکړي.

د مېدان وردګو ولایت څخه په رالېږل شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې ټاکل شوې په هندوستان کې د وږې په ۶مه د ۶ اسیايي هېوادونو ترمنځ د کیک بوکسنګ سیالۍ پیل شي، چې له افغانستانه په دغو لوبو کې د یوې نجلۍ په ګډون ۵ ملي لوبغاړي ګډون کوي.

په خبر پاڼه کې د دغې نجلۍ د نوم، ولایت او نورو په هکله څه نه دي ویل شوي.

د معلوماتو پر بنسټ له یادو ۵ لوبغاړو څخه یې دوه د مېدان وردګو ولایت اوسیدونکي دي.

د یاد ولایت د بدني روزنې امرعېن الله حقبین وویل، چې دغه لوبغاړي اجمل سلطاني او مسعود صادقپور نومیږي، چې تردې دمه په ملي کچه هم ښه ځلېدلي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په یادو اسیایي لوبو کې د خپل وزن سیالیو لوبغاړو سره لوبېږي او دوی پوره باور لري، چې ښې لاسته راوړنې به هم ولري.

د میدان وردګو والي حیات الله حیات د المپیک ملي کمېټې څخه مننه وکړه، چې د دغه ولایت لوبغاړي یې د وړتیاوو له مخې په ملي لوبډله کې نیولي.

حیات الله له لوبغاړو ته وویل، چې باید په ملي احساس سره خپلې ټولې لوبې ترسره کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام